په میانمار یا پخوانۍ برما کې د مارچ ۲۸ مې نېټې د زلزلې د مړو شمیر له ۱۰۰۰ واوښت.
د دغې زورورې زلزلې د قربانیانو شمېر وروسته له هغې زیات شو چې د دې هیواد په دوهم لوی ښار کې د زلزلې په مهال د یوې نړېدلې لوړپوړیزې ودانۍ له خاورو خښتو لاندې نور جسدونه را وایستل شول. د میانمار پوځي حکومت په یوه بیان کې وویل چې تراوسه ۱۰۰۲ کسان مړه شوي، له ۲۳۰۰ زیات ټپیان شوي او ۳۰ تنه نور لادرکه دي. د بیان له مخې د قربانیانو د د قیق شمیر په اړه څېړنې روانې دي او ښایي شمیر یې له دې هم زیات شي.
د مارچ پر ۲۸مه د ۷.۷ اووه ریښتر په کچه زلزلې د میانمار او ګاونډي تایلېنډ یوشمیر سیمې ولړزولې چې له امله یې یوه هسکه ودانۍ، یو پل او د اوبو یو بند ویجاړ شوې دي. په میانمار کې مرستندویه ډلې وایي چې لرې پرتو سیمو ته رسېدل سخت دي او ښایي ویجاړۍ ډیرې وي.
د ګاونډي تایلېنډ په پلازمېنه کې بیا یوه تر کار لاندې جګه ودانۍ ونړېدله او هلته شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د میانمار پوځي حکومت په لږ تر لږه شپږ سیمو کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.
د مارچ پر ۲۸مه له لومړۍ سختې زلزلې ۱۰ دقیقې وروسته، په سیمه کې بله زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶.۴ درجې وو.