اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له خپلو غربي ملګرو هېوادونو څخه د روسیې پر وړاندې د "سخت غبرګون" ښوولو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین د خارکیف پر پوځي روغتون هوايي بریدونه کړي دي او د هېواد پر نورو ښارونو یې هم وژونکي بریدونه زیات شوي دي.
ولسمشر زېلېنسکي د مارچ پر ۲۹مه په شپني ویډیويي بیان کې وویل، باید یې ملګري هېوادونه "پر دې پوه شي چې دا یوازې د اوکراین اوکراین پر ولسي وګړو نه بلکې د هغې ډېپلوماسۍ په ګډون پر ټولو نړیوالو هڅو حملې دي چې د جګړې د ختمولو لپاره کېږي."
په همدې وخت کې روسیې د اوکراین په جنوب او ختیځ کې د دوو نورو کلیو د نیولو دعوه کړې ده.
په مسکو کې د دفاع وزارت ویلي دي چې ځواکونو یې په زپورېژیا او دونېڅک کې کلي نیولي دي.
خو خپلواکو سرچینو د روسیې دا ادعا نه ده تایید کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۲۸مه روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز وکړ چې اوکراین دې د لنډمهالې نړیوالې ادارې تر واک لاندې راوستل شي چې دا ډول هلته د انتخاباتو ترسره کېدو او ورسره د مهمو تړونونو لاسلیک ته زمینه برابره شي.
ده وویل، د دې ډول موقتي ادارې اوږدمهاله هدف به د جګړې ختمولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدل وي.
تر دې یوه ورځ مخکې د څه باندې ۳۰ هېوادونو مشران په پاریس کې ورغونډ شوي ول چې په اوکراین کې د روانې جګړې په ډګر کې دننه او بهر د هغه هېواد د دریځ پیاوړي کولو پر څرنګوالي وغږېږي.
اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په بیا بیا د سولې په اړه د پوتین پر نیت شک څرګند کړی دی.
نوموړي روانه میاشت د روسیې او امریکا د ولسمشرانو ترمینځ تر ټېلېفوني خبرو وروسته ویلي ول چې داښې ښکاري چې پوتین سولې ته لېواله نه دی او "جګړې ته دوام ورکول غواړي."