اوکرایني چارواکي وايي، پر ختیز خارکیف ښار د روسیې په "لوی برید" کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۳۵ ژوبل دي.
چارواکي وايي، روسیې د اپرېل پر درېیمه شپې مهال پر رهایشي ودانیو په بریدونو کې لسګونه ډرون الوتکې هم وکارولې.
د سیمې والي اولې سېنیېهوبوف د اپرېل پر څلورمه پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي دي چې د ډرون حملو له وجې په ودانیو کې اور ولګېد. دا روانه اونۍ پر هغه ښار د روسیې د بې پیلوټه الوتکو څلورم برید وو.
سیمه ییز والي ویلي دي چې پر جنوب ختیز دنیپرو ښار د ګڼو ډرون الوتکو په حمله کې درې تنه ژوبل شول.
داراز، د زپورېژیا والي ویلي دي چې پر هغه سیمه د لږ تر لږه اووه ډرونونو په برید کې یو کس ژوبل شوی دی.
اخوا د مسکو ښاروال سېرګې سوبیانېن د اپرېل پر څلورمه وویل چې د روسیې هوايي دفاعي نظام د پلازمېنې پر لور توغول شوې بې پیلوټه الوتکه ویشتې ده.
په داسې حال کې چې امریکا په اوکراین کې د اوربند هڅه کوي، روسیې پر هغه هېواد حملو ته زور ورکړی دی.
په وروستیو کې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ روسیه وګواښله چې که له اوکراین سره د اوربند له طرحې سره مخالفت وښيي، نو له نویو تعرفو (ټیکسونو) سره به مخامخ شي.
هغه د مارچ پر ۳۰مه له امریکايي اېن بي سي نیوز ټېلېوېژن سره په ټېلېفوني مرکه کې وویل چې په اوکراین کې د انتقالي حکومت جوړولو په اړه د پوتین وړاندیز "ډېر غصه" کړی دی.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ پر ۲۸مه وړاندیز وکړ چې اوکراین دې د لنډمهالې نړیوالې ادارې تر واک لاندې راوستل شي چې دا ډول هلته د انتخاباتو ترسره کېدو او ورسره د مهمو تړونونو لاسلیک ته زمینه برابره شي.
ده وویل، د دې ډول موقتي ادارې اوږدمهاله هدف به د جګړې ختمولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدل وي.
د روسیې د ولسمشر ویاند دېمېتري پېسکوف د روانې اونۍ په پیل کې وویل چې مسکو له واشنګټن سره د اوکراین سولې لپاره کار کوي.