د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې سيند ته د يوې رکشې پرېوتو په پېښه کې درې کسان وژل شوي او دوه ورک شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فیضي مشال راډيو ته وویل چې دا پېښه د اپرېل پر اوومه هغه وخت وشوه کله چې د صوابۍ په باکر سیمه کې یوه "چینګچي" رکشه ګوهاټي سيند ته پرېوته.
نوموړي زياته کړه چې په هغه رکشه کې د یوې کورنۍ ۱۴ کسان سپاره ول چې اته پکې ژوندي راایستل شوي دي. د هغه په خبره څلور نور کسان د ژغورنې ادارې کارکوونکو روغتون ته رسولي چې درې پکې مړه شوي دي او د یو کس حالت مرګونی ښوول شوی دی.
د هغه په وينا، په سيند کې يوه مور او د هغې زوی اوس هم ورک دي چې د لټون عملیات یې روان دي.
په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.
د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.
د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.