د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیپال د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې په وروستۍ سیالۍ کې افغانستان ته په ۸۵ منډو ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو پخوانۍ لوبډلې غړي د یوې سیالۍ پر مهال د بیټر په سوځېدو خوشالي کوي - انځور له ارشیفه.
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو پخوانۍ لوبډلې غړي د یوې سیالۍ پر مهال د بیټر په سوځېدو خوشالي کوي - انځور له ارشیفه.

د نیپال د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته په ۸۵ منډو ماتې ورکړه.

د اپرېل پر نهمه د مولپاني په لوبغالي کې د سیالۍ پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.

د نیپال ټول لوبغاړي په ۴۵م اوور کې په ۱۹۱ منډو وسوځېدل.

په ځواب کې د افغانستان لوبغاړو ښه توپوهنه و نه کړای شوه او پینځه لوبغاړي یې یو په بل پسې ژر، ژر وسوځېدل. البته د باران له وجې لوبه وځنډېده.

وروسته د سیالۍ منتظمینو او څارونکو چې د ډکورت-لیوس-سټرن (ډي اېل اېس) په طریقه د لوبې حساب وکړ چې له مخې یې نیپال په ۸۵ منډو بریالی اعلان شو.

افغان لوبډلې وار له مخه د لومړیو دوو سیالیو په ګټلو لوبلړۍ په خپل نوم کړې ده.

XS
SM
MD
LG