د امریکا د کانګرس یو پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره پر ترهګرۍ ضد مبارزې او امنیت خبرې کړې دي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د کانګرس د استازو جرګې غړو جیک برګمین، ټام سوزي او جانتن جیکسن د اپرېل پر ۱۳مه له کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره ولیدل.
راډیو وايي، نقوي پلاوي ته وویل چې "ترهګري یوه نړیواله ستونزه" ده نو ځکه په کار ده چې "نړیواله ټولنه" یې پرضد په مبارزه کې له "پاکستان سره بشپړه همکاري" وکړي.
ده وویل، د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د "استخباراتو او ټېکنالوژۍ شریکول" خورا اړین دي.
راډیو زیاتوي، د امریکايي پلاوي غړو په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د اسلام اباد رول ارزښتناکه وباله.
پاکستانیو چارواکو د کانګرس د غړو سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
دا په وروستیو ورځو کې اسلام اباد ته د امریکايي چارواکو دویم سفر دی. تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا چارو د دفتر لوړپوړی چارواکی ایرېک مایر پاکستان ته تللی وو او هلته یې د معدنیاتو په څانګه کې د پانګونې په اړه په دوه ورځنۍ نړیواله غونډه کې د ګډون ترڅنګ له وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره لیدلي ول.