پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د اپرېل ۱۴مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې لاهور قلندرز لوبډلې کوټه ګلیډیېټرز ته په ۷۹ منډو ماتې ورکړه.
د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د اپرېل پر ۱۳مه د سیالۍ پچه کوټه ګلیډیېټرز وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه. لاهور قلندرز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان ۲۱۹ منډې وکړې. فخر زمان ۶۷، سیم بېلېنګز ۵۰ او عبدالله شفیق ۳۷ منډې وکړې.
د کوټه ګلیډیېټرز ابرار احمد او عقیل حسین دوه، دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د کوټه ګلیډیېټرز توپوهونکو (بیټرانو) ښه لوبه و نه کړای شوه او ژر، ژر وسوځېدل. د کوټه ګلیډیېټرز ټول لوبغاړي په ۱۷م اوور کې په ۱۴۰ منډو وسوځېدل. رایلي روسو ۴۴، کوشال مینډېس ۲۸ او فهیم اشرف ۲۱ منډې وکړې.
د لاهور قلندرز رشاد حسین درې او شاهین شاه اپرېدي او سکندر رضا دوه، دوه وېکټې واخیستې.
د اپرېل پر ۱۵مه کراچۍ کېنګز او لاهور قلندرز لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې.
پاکستان کرکټ بورډ وايي چې په پي اېس اېل کې سږ کال ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.