د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي کانګرس غړو د پاکستان د پوځ له مشر سره پر "سیمه ییز امنیت" خبرې کړې دي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال منیر (له ښي لوري درېیم) په راولپېنډۍ کې د امریکايي کانګرس له غړو او په اسلام اباد کې د امریکا سفارت له ناظم الامورې سره - د اپرېل ۱۳مې انځور.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال منیر (له ښي لوري درېیم) په راولپېنډۍ کې د امریکايي کانګرس له غړو او په اسلام اباد کې د امریکا سفارت له ناظم الامورې سره - د اپرېل ۱۳مې انځور.

د امریکا د کانګرس یو پلاوي په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره پر "سیمه ییز امنیت او دفاعي همکاریو" خبرې کړې دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۱۳مه تر ملاقات وروسته په بیان کې ویلي دي چې د کانګرس د استازو جرګې غړي جیک برګمین په مشرۍ پلاوي د "ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو د رول ستاینه" وکړه.

بیان وايي چې په پلاوي کې د استازو جرګې دوه نور غړي ټام سوزي او جانتن جیکسن هم شامل ول.

پوځ زیاتوي چې د غونډې پر مهال دواړو خواوو په "روزنیزو چارو کې د همکارۍ او د معلوماتي ټېکنالوژۍ په څانګه کې مفاهمتلیکونه لاسلیک" کړل خو په دې اړه یې مشخص معلومات نه دي ورکړي.

پر هم هغه ورځ د استازو جرګې پلاوي د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي او نورو چارواکو سره ولیدل او پر ترهګرۍ ضد مبارزې او امنیت یې بحث وکړ.

د پاکستان دولتي راډیو وايي نقوي پلاوي ته وویل چې "ترهګري یوه نړیواله ستونزه" ده نو ځکه په کار ده چې "نړیواله ټولنه" یې پرضد په مبارزه کې له "پاکستان سره بشپړه همکاري" وکړي.

ده زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د "استخباراتو او ټېکنالوژۍ شریکول" خورا اړین دي.

دا په وروستیو ورځو کې اسلام اباد ته د امریکايي چارواکو دویم سفر دی. تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا چارو د دفتر لوړپوړی چارواکی ایرېک مایر پاکستان ته تللی وو او هلته یې د معدنیاتو په څانګه کې د پانګونې په اړه په دوه ورځنۍ نړیواله غونډه کې د ګډون ترڅنګ له وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره لیدلي ول.


XS
SM
MD
LG