پاکستان ویلي دي چې له جنوبي کوریا سره په ګډه په اسلام اباد کې د سوله ساتنې چارو په اړه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د لوړپوړو استازو د راتلونکې غونډې د تیاري ناستې کوربه دی.
د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۴مه په بیان کې ویلي دي چې هغه دوه ورځنۍ ناسته د اپرېل پر ۱۵مه په اسلام اباد کې د ساینس او ټېکنالوژۍ په ملي پوهنتون (نیشنل یونیورسټي اف ساینس اېنډ ټېکنالوژۍ یا نسټ) کې پیلېږي.
بیان وايي، د غونډې مقصد په مې میاشت کې د جرمني په پلازمېنه برلېن کې د سوله ساتنې چارو په اړه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د وزیرانو د ناستې چمتووالی دی.
بیان کاږي، د اسلام اباد په غونډه کې د سوله ساتنې پر راتلونکې، ورته پر ورپېښو چیلېنجونو، د ټېکنالوژۍ په مرسته سوله ساتونکو ته د ورپېښو ګواښونو مخنیوی او د هغوی خوندیتوب باوري کول، د سوله ساتونکو د چارو پر اغېزناکۍ او د دوامداره سولې د غښتلو لارو چارو پر لټولو بحثونه کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې اسلام اباد د کلونو په اوږدو کې د ملګرو ملتونو په ۴۸ ماموریتونو کې ټول ۲۳۵،۰۰۰ سوله ساتونکي سرتېري ځای پر ځای کړي دي چې ورڅخه یې ۱۸۱ د خپلو دندو ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.