د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني له پاکستانه ۲۶۰۰ افغانان هغه هېواد ته لېږدوي


جرمني د پاکستان په ګډون له ځينو نورو هېوادونو څخه ګڼ افغانان هغه هېواد ته بېولي دي ـ انځور له ارشيفه
جرمني د پاکستان په ګډون له ځينو نورو هېوادونو څخه ګڼ افغانان هغه هېواد ته بېولي دي ـ انځور له ارشيفه

د جرمني بیلډ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د هغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ۱۶ الوتکو کې به ۲،۶۰۰ افغان کډوال له اسلام اباده جرمني ته انتقال کړي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې ډېری افغانان لوېديزو هېوادونو ته د تلو په تمه دي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په سلګونه هغه افغانان، چې جرمني ته د کډوالۍ دوسیې لري، له پاکستانه جرمني ته لېږدوي.

بيلډ ورځپاڼې د اپريل پر ۱۴مه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بيربوک د دفتر په حواله راپور ورکړ چې لا هم شاوخوا ۲،۶۰۰ کسان د قطعي منلو وړ ژمنو سره په پاکستان کې دي.

ورځپاڼې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر په حواله ویلي دي چې په ۱۶ الوتکو کې به یوشمېر افغانان له پاکستانه جرمني ته ورسېږي. ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اونۍ د چارشنبې پر ورځ (د اپرېل له ۲۳مې) به له دې ډلې ۱۶۲ کسان د یوې الوتکې له لارې جرمني ته ولاړ شي.

په عين حال کې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت رياستي وزير طلال چودري د اپريل پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال اعلان کړی وو چې په زرګونو هغه افغانان چې په لوېديزو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه کړې، که د اپرېل تر اخره له پاکستانه ونه لېږدول شي، ښایي له دغه هېواده واایستل شي.

XS
SM
MD
LG