اسلام اباد یونایټېډ او ملتان سلطانز لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د اپرېل ۱۶مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې لاهور قلندرز لوبډلې کراچۍ کېنګز ته په ۶۵ منډو ماتې ورکړه.
د کراچۍ په لوبغالي کې د اپرېل پر ۱۵مه د سیالۍ پچه لاهور قلندرز وګټله او لومړی یې توپوهنه (بېټينګ) غوره کړه. هغې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان ۲۰۱ منډې وکړې. فخر زمان ۷۶ او ډیرېل مېچل ۷۵ منډې وکړې. د کراچۍ کېنګز حسن علي څلور وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د کراچۍ کېنګز دوه بیټران په لومړي اوور کې وسوځېدل او د ۳۹ په مجموعي منډو یې د درېیم بیټر تر سوځېدو وروسته لوبغاړي ژر، ژر اوټ شول او ټول لوبغاړي یې د ۲۰م اوور په پیل کې په ۱۳۶ وسوځېدل.
د کراچۍ کېنګز خوشدل شاه ۳۶ او حسن علي ۲۷ منډې وکړې. د لاهور قلندرز رشاد حسین او شاهین شاه اپرېدي درې، درې وېکټې واخیستې او سکندر رضا دوه لوبغاړي وسوځول.
د اپرېل پر ۱۸مه کوټه ګلیډیېټرز او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې. پاکستان کرکټ بورډ وايي چې په پي اېس اېل کې سږ کال ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.