د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیوزي لېنډ په ۴۸ اورونو کې ۲۱۷ منډې او ۹ لوبغاړی مات


بوریوال کاکړ مشال رېډیو

د کرکټ د ۱۰ نړیوال کپ لومړۍ نیمه پای لوبه یا سیمي فائنل د سري لنکا د کولمبو د ښار په میدان کې د کوربه هیواد سري لنکا او نیوزي لېنډ ترمنځ کیږي.

د سري لنکا او نیوزي لېنډ د کرکټ لوبډلې له ۱۹۷۹ م کال څخه راهیسې یو له بل سره لوبې کوي.

د دې لوبډلو تر منځ چې تر اوسه څومره لوبې تر سره شوې دي په هغوي کې په مجموعي توګه سري لنکا ډېرې لوبې ګټلې دي.

د سري لنکا او نیوزي لېنډ ترمنځ تر اوسه ۲۶ ټسټ لوبې شوې دي چې ۹ په کې سري لنکا او ۷ نیوزي لېنډ ګټلې دي او پاته ۱۰ لوبې بې له کومې نتیجې پای ته رسېدلي دي.

دې لوبډلو یو د بل په وړاندې ۷۳ یو ورځنۍ لوبې کړې دي چې ۳۵ په کې سري لنکا او ۳۳ نیوزي لېنډ ګتلې دي . په پاته پنځو لوبو کې یوه برابره شوې او څلور یې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

نیوزي لېنډ او سري لنکا یو له بل سره ۹ شل اوریزې لوبې هم کړې دي چې پنځه په کې سري لنکا او څلور نیوزي لېنډ ګټلې دي.

سري لنکا په ۱۹۹۶م کال کې په لومړي ځل د نړیوال کپ فائنل ته وتلې وه چې بیا یې د پاکستان د لاهور په ښار کې اسټرېلیا ته ماتې ورکړې وه او نړیوال کپ یې ګټلی وو.

د سري لنکا د کولمبو په ښار کې تر سره کېدونکې د سیمي فائنل لوبه به د نیوزي لېنډ او سري لنکا تر منځ ۷۴مه لوبه وي.

د نیوزي لېنډ لوبډله تر اوسه څو ځله سیمي فائنل ته وتلې خو په دې کې نه ده بریالۍ شوې چې فائنل ته ځان ورسوي.

د پاکستان د کرکټ له پخواني لوبغاړي حنیف محمد څخه مي وپوښتل چې په دې لوبه کې د کومې لوبډلې د ګتلو امکان زیات دی. هغه وویل.

ً که چیري د سپینرانو لپاره وکټ تیار شو نو بیا خو نو له سري لنکا سره ډېر تکړه سپینران دي. خو له نیوزي لېنډ سره داسې ښه سپینران نشته بې له هغه یوه چې د دوي کپتان دی. په دې لوبه کې د سري لنکا د ګتلو امکان زیات دی. هسې خو د کرکټ لوبه ده څوک څه په کې ویلای نه شي. او په هغه ورځ چې کومه لوبډله ښه لوبه وکړي هغوي زیاتره بریالی شوي دي. خو زما په خیال په خیال دا لوبه به سري لنکا وګټي ً.

د سري لنکا او نیوزي لېنډ ترمنځ چې د سیمي فائنل لوبه په کوم میدان کې ترسره کیږي د هغه د میدان د پچ په اړه حنیف محمد زیاته کړه.

ً د کولمبو وکټ چې دی هغه له سپیرانو سره مرسته کوي او هم دا ډول په نوي بال له تېز بالرانو سره هم مرسته کوي. هر وکټ چې دی هغه په بېلا بېلو طریقو سره جوړیږي. خو اوس له دې ځای څخه زه نه شم ویلای چې دوي به څه ډول وکټ تیاروي ً.

په دې لوبه کې که چیري سري لنکا بریالۍ شي نو دا به یې دویم ځل وي چې د نړیوال کپ د پای لوبې ته وزي او که چیري نیوزي لېنډ لوبه وګټله نو د هغوی لپاره به دا لومړی ځل وي چې د نړیوال کپ په فائنل کې ولوبیږي.
XS
SM
MD
LG