په پاکستان کې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې یوې لږې پېژندل شوې ډلې خبریالانو ته د پیغامونو استولو او د ټولنیزو شبکو له لارې د یوشمېر وسلوالو بریدونو ذمه واري منلې ده.
هغه ډله ځان د "تحریک جهاد پاکستان" په نوم یادوي چې په اړه یې د پاکستان امنیتي او استخباراتي چارواکي او د وسلوالو ډلو د فعالیتونو څارونکي خبریالان کم معلومات او ثبوتونه لري.
په تېرو کلونو کې په هغه هېواد کې د زیاتره حملو ذمه وارۍ ناقانونه وسلوالو ډلو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او اسلامي دولت (داعش) منلې دي.
خو د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۲۳مه د بلوچستان په چمن کې د ملېشه ځواک د یو سرتېري تر وژنې یو ورځ وروسته چې نا اشنا ډلې "تحریک جهاد پاکستان" د هغې حملې ذمه واري ومنله نو د پاکستان امنیتي او استخباراتي چارواکي او د امنیتي چارو خبریالان یې حیرانه کړل او هغوی یې په اړه معلومات غونډول پیل کړل.
په اسلام اباد کې د امریکايي ورځپاڼې نیو یارک ټایمز خبریال احسان الله ټیپو مسید د چمن تر برید یوشمېر ساعته مخکې د هغې ډلې نوم اورېدلی وو.
نوموړي د مې پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې په یوه غونډه کې ناست وو چې د موبایل ټېلېفون پر ښیښه یې یو پیغام وځلېد. "د روان کال په فبرورۍ کې زه د حکومتي چارواکو په یوه غونډه کې ناست وم چې په وټس ایپ یو پیغام راغی. ما چې وکوت د [اروپايي هېواد] بېلجییم شمېره وه او په اردو ژبه لیکل شوي ول چې 'موږ د تحریک جهاد پاکستان په نوم یو عسکري تنظیم جوړ کړی دی' او دا چې په پاکستان کې 'د وسلوالې جګړې له لارې شریعت پلي کول' غواړي."
مسید ته تر پیغام استولو یوه ورځ وروسته، د فبرورۍ پر ۲۴مه، پر ټوېټر د تحریک جهاد پاکستان په نوم یو حساب (اکاونټ) فعال شو چې پر هغه ورځ یې په لومړي بیان کې د تنظیم جوړولو او خپلو اهدافو تفصیل ورکړ او په دویم بیان کې یې د چمن د برید ذمه واري ومنله.
په لومړي بیان کې راغلي ول چې هغه ډله په "پاکستان کې د شریعت نافذولو لپاره جنګېږي" او دعوه یې کړې وه چې د هغه هېواد "امنیتي ادارې د شریعت مخالفې دي نو ځکه به یې د حملو هدف ګرځوي."
په بیان کې د ډلې د مشر نوم مولانا عبدالله یاغستانی او د ویاند نوم یې ملا محمد قاسم ښوول شوی.
تر دې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته، د مارچ پر شپږمه د بلوچستان په سېوۍ کې په یو برید کې د پولیسو نهه سرتېري ووژل او نهه ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري هم لومړی تحریک جهاد پاکستان ومنله خو څو ساعته وروسته یې مسوولیت داعش واخیست چې ورسره د تحریک جهاد پاکستان شتون مشکوک شو.
البته تحریک جهاد پاکستان د اپرېل پر ۲۴مه د سوات په کبل کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تاڼه کې د چاودنو ذمه واري ومنله او دعوه یې وکړه چې دا کار "ځانمرګي بریدګر" کړی وو. په هغه پېښه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵۷ ټپي شوي ول او د سوات پولیسو ویلي ول چې په تاڼه کې د بجلۍ تارونه شارټ شوي ول چې له کبله یې هلته پراته بارود وچاودېدل.
تر هغې وروسته، تحریک جهاد پاکستان ته پر منسوب ټوېټر د ملا محمد قاسم، چې ځان د تنظيم ویاند یادوي بیان خپور شو، چې پکې هغه د سوات د حملې کولو دعوه وکړه. په هغه کې په لومړي ځل په برید کې د ښکېلو وسلوالو نومونه هم یاد شوي دي.
د مې تر څلورمې پورې هغې ډلې ته پر منسوب ټوېټر ۱۱ بیانونه خپاره شوي ول، خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغې ډلې د وجود او د ټوېټر پاڼې د کره والي تصدیق نه شي کولای.
د پاکستان د استخباراتي او د امنیتي چارو پوهانو مشال راډيو ته وویل، د لکي مروت تر حملې وروسته د هغې نوې ډلې په اړه د معلوماتو غونډولو ته لا زیات لېواله او جدي شول.
مشال راډیو د تحریک جهاد پاکستان په اړه له پوځي او استخباراتي چارواکو، د تحریک طالبان پاکستان له غړو او د وسلوالو ډلو او امنیتي چارو پوهانو سره خبرې کړې دي او پر اساس یې دا رپورټ تیار کړی دی.
هغوی ټول د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ دا ګڼي چې تحریک جهاد پاکستان د یوه تنظیم په توګه هېڅ وجود نه لري، بلکې د تحریک طالبان پاکستان یو بل نوم دی چې د یوشمېر مجبوریو له کبله چې د حملو مسوولیت نه شي منلای نو بیا هغه نوم کاروي.
یو لوړپوړي امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله هم د مې پر درېیمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تحریک جهاد پاکستان اصلاً ټي ټي پي دی. "د دوی مسله دا ده چې کله د ټي ټي نوم راځي نو د [طالبانو حکومت] ورسره تر فشار لاندې راځي او هغوی بیا پر ټي ټي پي فشار اچوي چې تاسې له موږ سره یاست او ستاسې له وجې د پاکستان حکومت پر موږ فشار اچوي."
دی وايي، همدا لامل دی چې ټي ټي پي د طالبانو پر حکومت د اسلام اباد د فشار مخنیوي لپاره نوم بدلوي.
د هغه امنیتي چارواکي په خبره، چې کله د تحریک جهاد پاکستان نوم وکارول شي نو بیا د طالبانو حکومت ویلای شي چې هغه وسلواله ډله په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې ده.
د تحریک طالبان پاکستان يو مهم غړي هم د موضوع د حساسیت له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې تحریک جهاد پاکستان د تحریک طالبان تر نفوذ لاندې ده چې دا ډول په افغانستان کې مېشت د ټي ټي پي مشران د طالبانو حکومت له فشاره خلاص شي.
په پېښور کې خبريال مشتاق یوسفزی چې له تېرو څه دپاسه دوو لسيزو راهيسې د وسلوالو ډلو په اړه رپورټونه جوړوي، هم د نوي تنظيم په اړه تحقیق کړی دی.
نوموړي مشال راډيو ته وويل چې تحریک جهاد پاکستان د تحریک طالبان یو بل نوم دی چې په کارولو یې په افغانستان کې مېشت د ټي ټي پي مشران تر بریدونو وروسته ځانونه د افغان طالبانو له فشاره خوندي کول غواړي.
مشال راډيو په دې اړه د مې پر درېيمه نېټه د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني په وټس ایپ پیغام واستاوه او ورڅخه یې پوښتنه وکړه چې ایا تحریک جهاد پاکستان یې د ډلې بل نوم دی او که څنګه؟ خو په دې اړه یې د رپورټ تر خپرېدو پورې د هغه ځواب ترلاسه نه کړای شو.
عبدالسید، چې د وسلوالو ډلو او امنیتي چارو څېړونکی دی، د تحریک جهاد پاکستان په اړه د ټي ټي پي د رسمي غبرګون نه ورکولو شکمن کړی دی.
نوموړي د مې پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې تحریک جهاد پاکستان یو پراسراره تنظیم وي چې په رسنیو کې یې په اړه لږ بیانونه راغلي او د مشرتابه، غړو او تنظیمي جوړښت د واقعي شتون په اړه یې هېڅ معلومات نه شته. "دا تنظيم په ظاهره د تحریک طالبان پاکستان د رقیبې ډلې په توګه راپورته کېږي خو په اړه یې د ټي ټي پي خاموشي هغه شکونه نور هم پیاوړي کوي چې ښايي دا په اصل کې د تحریک طالبان پاکستان پټه منصوبه او يا يې له نورو ریاست مخالفه جهادي ډلو سره د يوې کړنلارې له مخې پټ چل ول وي."
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان تر واکمنېدو یوشمېر میاشتې وروسته د ټي ټي پي او اسلام اباد ترمینځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړ چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمینځ اوربندونه وشول چې وروستی هغه یې د ۲۰۲۲ز کال تر نومبره برقرار وو خو پر هغې سربېره په پاکستان کې حملې روانې وې.
په دې لړ کې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړ او تور یې پورې کړ چې د ټي ټي پي مشران له هغه ځایه په پاکستان کې حملې پلانوي.
په دې اړه د پاکستان لوړپوړو پلاویو د افغانستان سفرونه هم کړي دي چې د يوه مشري د دفاعي چارو وزیر خواجه اصف کوله. نوموړي تر هغې سفر شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته د اپرېل پر ۱۱مه له امريکا غږ سره په يوه مرکه کې ويلي ول چې د طالبانو حکومت د تحريک طالبان پاکستان پر ضد اقدامات ځکه نه کوي چې ټي ټي پي ورسره د امريکايي او ناټو ځواکونو سره په جګړه کې مرسته کړې وه.
خو ټي ټي پي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانیو چارواکو دعوې او تورونه ردوي. د طالبانو حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي. د هغوی حکومت داراز، دا تور هم رد کړی دی چې وسلوالې ډلې یې د خاورې په استعمالولو په پاکستان کې حملې کوي.
پوهان ځینو نورو خبرو هم په شک کې اچولي او د تحریک جهاد پاکستان د وجود په اړه یوې غوڅې نتیجې ته نه شي رسېدای. د بېلګې په ډول، په پاکستان کې فعاله داعش وسلوال او ټي ټي پي له رسنيو سره د تماسونو لپاره رسمي وټس ایپ ګروپونه لري، خو د خبریالانو په وينا، تحریک جهاد پاکستان کوم رسمي وټس ایپ ګروپ نه لري بلکې یا خو د حملې د ذمه وارۍ په اړه بیانونه د شخصي نمبرونه له لارې ځينو خبریالانو ته په وټس ایپ استوي او یا یې پر ټوېټر خپروي.
خبریال رفعت الله اورکزی چې د وسلوالو ډلو په اړه له تېرو شاوخوا دوو لسيزو راهیسې رپورټنګ کوي ، هم دې لوري ته اشاره کوي.
نوموړي د مې پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د نورو وسلوالو ډلو مشران وخت په وخت د رسنيو له لارې ويډيويي پیغام خپروي خو د تحریک جهاد پاکستان د مشر ويډيو تراوسه نه ده خپره شوې. "د نورو تنظميونه مشران لکه مفتي نور ولي [مسید] او نور، وخت نا وخته خپل ويډيويي بیانونه جاري کړي دي، خو موږ تراوسه مولانا عبدالله یاغستانی چې دوی يې د تحریک جهاد پاکستان مشر یادوی، کوم بیان و نه لیده نو ځکه نه معلومېږي چې دا تنظيم شته، که نه شته او که يوازې تر ټولنيزو رسنيو پورې شتون لري. خو اوسمهال څوک په تصدیق دا خبره نه شي کولی."