د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا په لکي مروتو کې د پينځو مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر په څلورمه په يو بيان کې ويلي دي چې د ډېسېمبر پر څلورمه يې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملياتو پر مهال دوه وسلوال ژوبل کړي هم دي.
پوځ دا نه دي ويلي چې هغه کسان د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. د نومبر پر ۲۹مه هم امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بنو په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال وژلي او پکې یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.
خو تر هغو عملياتو وروسته ځايي ولس دوه ورځې احتجاج کړی وو او زياته کړې يې وه چې په غوړه بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او يو کس پکې وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د نومبر پر ۲۱مه په خپل یو راپور کې وویل چې د هغې میاشتې په لومړیو درو اونیو کې په هېواد کې په بریدونو او نښتو کې لږ تر لږه ۵۵ امنيتي سرتېري او ۶۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.
خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.