د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي په باجوړ کې د خپل سیاستوال د وژنې پرضد د احتجاجونو اعلان کړی دی


په باجوړ کې یو امبولانس د چاودنې ښکار شوي روغتون ته لېږدوي - پخوانی انځور.
په باجوړ کې یو امبولانس د چاودنې ښکار شوي روغتون ته لېږدوي - پخوانی انځور.

جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د خپل یو مخکښ سیاستوال د وژنې پرضد د صوبې په ټولو ضلعو کې د احتجاجونو اعلان کړی دی.

د جماعت اسلامي مرستیال امیر عنایت الله د نومبر پر ۱۴مه ماخوستن مهال په بیان کې په باجوړ کې د خپل ضلعي عمومي سېکرټر محمد حمید صوفي وژنه غندلې او ویلي یې دي چې ګوند یې د نومبر پر ۱۷مه په خیبر پښتونخوا کې مظاهرې کوي.

نوموړي په بیان کې د خیبر پښتونخوا له حکومته د صوفي په وژنه کې د ککړو کسانو د نیولو او عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې وسلوالو د نومبر پر ۱۴مه ماښام مهال د باجوړ په عنایت کلا کې د جماعت اسلامي سیاستوال او د سوداګرانو ټولنې پخوانی مشر محمد حمید صوفي وواژه.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې ۵۰ کلن صوفي په برید کې ژوبل شو او روغتون ته تر رسېدو مخکې یې سا ورکړه.

اسرار زیاتوي چې وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي دي.

حمید صوفي د باجوړ د خار له لویو کاروباریانو یو بلل کېده چې د هغې سیمې د بازار د کاروباریانو مشر هم پاتې شوی وو.

پر نوموړي د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو په باجوړ کې تر دې مخکې هم پر سیاستوالانو، کاروباریانو، دیني عالمانو، مشرانو او امنیتي سرتېرو حملې شوې دي او په ضلع کې امنیتي وضع خرابه ده.

د نومبر پر ۱۳مه د باجوړ په ماموندو کې د لاسي بم په چاودنه کې یو ځايي وګړی وژل شوی دی.

د سیمې د پولیسو یو ویاند میر علي مشال راډیو ته وویل چې ماشومانو په پټیو کې لاسي بم موندلی وو او بیا یې له ځان سره کور ته وروړی وو، چې په چاودېدو یې يو ۵۰ کلن کس وژل شوی دی.

تر دې وړاندې هم په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، کورمې، سوات او دیر کې د ځمکلاندو او لاسي بمونو په چاودنو کې د ماشومانو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG