د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ وسلوالو په خضدار کې حکومتي ودانيو ته زيانونه اړولي


په بلوچستان کې د خضدار ضلعې نقشه
په بلوچستان کې د خضدار ضلعې نقشه

د بلوچستان چارواکي وايي چې لسګونه بلوڅ وسلوال په رڼا ورځ د خضدار ضلعې زهري ښارګوټي ته ننوتي ول او د لېویز ځواک تاڼې ته يې زیان رسولی دی.

د هغې بلوڅ مېشتې ضلعې د پوليسو مرستیال مشر سهېل خالد مشال راډیو ته ويلي چې د جنورۍ پر اتمه وسلوال هغه وړوکي ښار ته داخل شول خو امنیتي ځواکونه ورپسې ورغلل او له سيمې یې وایستل.

نوموړی زياتوي چې امنیتي ځواکونو د وسلوالو خلاف عملیات کړي، خو پکې هېڅ مرګژوبله نه ده اوښتې. البته د قلات کمېشنر نعيم بازي د جنورۍ اتمې پر ماخوستن مشال راډيو ته وويل چې له امنیتي ځواکونو سره د وسلوالو په نښتو کې یو کس ژوبل شوی دی.

بلخوا عيني شاهدان وايي چې وسلوال په زهري ښارګوټي کې شاوخوا دوه ساعته وګرځېدل او هلته يې په سيمه کې د تعلیم او د روغتيايي اسانتياوو د نه شتوالي پر سر پر حکومت نيوکې وکړې.

بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د جنورۍ پر اتمه رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې ده چې زهري سيمه يې "بشپړه کنټرول" کړې، سرکاري ودانۍ يې نیولي او تاڼه يې سوځولې ده. خو خپلواکه سرچينو لا د دې دعوې پخلی نه دی کړی.

بلوڅ وسلوال تر دې وړاندې هم د بلوچستان ځينو ښارونو ته د شپې مهال ورغلي دي خو ويل کېږي چې دا لومړۍ ځل دی چې هغوی په دومره لوی شمېر کې يوه ښار ته ننوتي او هلته يې څو ساعتونه تېر کړي دي.

بې اېل اې تر دې مخکې د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې د بلوچستان پر مچ او کولپور حمله کړې وه او وسلوال یې هغو سیمو ته داخل شوي ول. بي اېل اې هغه مهال په بیانونو کې تر ۶۰ څخه د زیاتو سرتېرو د وژنې او د مچ ښار د کنټرول تر لاسه کولو دعوه کړې وه.

خو د پاکستان پوځ ویلي ول چې هلته د وسلوالو په برید او وروسته ورسره په نښته کې دوه ملکي وګړي او څلور سرتېري وژل شوي ول.

پوځ زیاته کړې وه چې په پېښه کې د درو ځانمرګو بریدګرو په ګډون نهه مشکوک وسلوال وژل شوي او درې ژوبل شوي ول.

بې اېل اې البته په نښته کې د خپلو دوو وسلوالو وژل کېدل تایید کړي ول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG