د بلوچستان په پښتون مېشته ژوب ضلع کې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې یو پوځي افسر او یو سرتېری وژل شوی دی.
د امنیتي سرچینو په وینا، د مارچ پر ۱۸مه ماښام مهال له ژوب ښاره شاوخوا ۷۰ کېلومیټره لیرې په مالوای سیمه کې پر یو ماین څاروی وخوت چې له وجې یې چاودنه وشوه.
سرچینو د نوم نه ښوولو په شرط د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته ویلي، تر چاودنې وروسته د مېجر سعد په مشرۍ د فرنټییر کور ځواک یوه ډله د پېښې ځای ته روانه شوه چې په لاره کې د یو بل ځمکلاندې بم چاودنې ښکار شوه چې پکې نوموړی او یو سرتېری سخت ټپیان شول.
دوی وايي، دواړه سرتېري سمدستي د ژوب کمباینډ مېلېټري هسپتال یا سي اېم اېچ ته ولېږدول شول خو هلته یې سا ورکړه.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
خو د سمبازې سیمه، چې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې ده، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو قوي مرکز بلل کېږي او د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونه پکې وخت په وخت د وسلوالو ضد عملیات کوي.
په بلوچستان کې په وروستیو کې پر امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي. یوازې تېره اونۍ د کوټې، بولان او نوشکي په ګډون د صوبې په ډېریو برخو کې وسلوالو بریدونو ګڼو سرتېرو ته مرګژوبله اړولې ده.
په بولان کې د جعفر اېکسپرېس په نوم پېښور ته پر لاره پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي د برید او د سرتېرو او استخباراتي کارکوونکو په ګډون د خلکو د یرغمل کولو او په نوشکي کې د امنیتي سرتېرو پر قافلې د وروستۍ حملۍ ذمه واري بېلتونپالې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ډلې منلې وه.