د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ملګرو ملتونو نړیواله غونډه د ۳۰۰ اربه ډالرو په موافقې پای ته ورسېده


د اقلیم بدلون پر وړاندې د نړیوالې ناستې مشر مختار بابایېف د نومبر پر ۲۴مه د غونډې په پای کې وینا کوي.
د اقلیم بدلون پر وړاندې د نړیوالې ناستې مشر مختار بابایېف د نومبر پر ۲۴مه د غونډې په پای کې وینا کوي.

د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د اقلیمي بدلون پر وړاندې نړیواله غونډه تر شاوخوا یوې ورځې غځېدو وروسته د ۳۰۰ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو د موافقې په تصویب پای ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۳مه د خبرو د ناکامېدو احتمال پیدا شو خو موافقه د نومبر پر ۲۴مه سهار وختي تایید شوه چې له مخې یې شتمن هېوادونه به تر ۲۰۳۵ز کال پورې د اب و هوا بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره له مخ پر ودې هېوادونو سره هر کال ۳۰۰ اربه ډالره مرسته کوي.

د باکو غونډه شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وه او ټاکل شوې وه چې د نومبر پر ۲۲مه پای ته ورسي، خو د بودیجې پر سر د اختلاف له وجې یوه ورځ وغځېده.

نړیوال اژانسونه وايي، د نومبر ۲۳مې پر ماښام د څو هېوادونو استازي د غونډې له تالاره په غصه ووتل چې له کبله یې د هوکړې د ناکامېدو امکان زیات شو، خو د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د موافقې تصویبېدل اعلان کړل.

د اقلیمي بدلون پرضد د غونډې ګډونوال د موافقې ستاینې لپاره چکچې وهي - د نومبر ۲۴مې انځور.
د اقلیمي بدلون پرضد د غونډې ګډونوال د موافقې ستاینې لپاره چکچې وهي - د نومبر ۲۴مې انځور.

د غونډې پر مهال د شتمنو صنعتي هېوادونو، چې پکې امریکا او د اروپايي ټولنې غړي شامل دي، او نورو هېوادونو ترمینځ اختلافات ول.

شتمنو هېوادونو د اب و هوا بدلون پر وړاندې د اقداماتو لپاره مخ پر ودې او بې وزلو هېوادونو ته د ۲۵۰ مېلیارده ډالرو ورکولو وړاندیز وکړ خو هغوی د یو ټرېلیین (۱،۰۰۰ اربه) ډالرو غوښتنه کوله.

شتمنو هېوادونو په لومړیو کې د ۲۵۰ میلیارد ډالرو وړاندیز وکړ، خو بیوزلو هېوادونو د یو ټریلیون ډالرو غوښتنه کوله.

د فرانسې خبري اژانس وايي، سره له دې چې انتقادونه او اندېښنې موجودې دي خو په نړۍ کې د کاربن (او د کاربن ډای اکسایډ) د اندازې بدلولو او کمولو لپاره هغه موافقه لوی پرمختګ بلل کېږي.

رویټرز اژانس وايي چې نړۍ شاوخوا یوه لسیزه په فضا کې د کاربن د مقدار کمولو لپاره د مقرراتو د جوړولو هڅې وکړې او بالاخره په دې برخه کې یوې موافقې ته ورسېده.

په فضا کې د اوبو بخارات، کاربن ډای اکسایډ، میتېن (طبیعي یا قدرتي ګیس)، نایټرس اکسایډ او اوزون ګلخونه یا ګرینهاوس ګیسونه بلل کېږي چې په مناسبه موجودګۍ کې یې د ځمکې د تودوخې درجه متوازنه وي.

خو کله چې په فضا کې د هغو ګیسونو مقدار زیات شي نو بیا د نړیوالې تودوخې زیاتېدو لامل کېږي چې د چاپېریال او د انسانانو په ګډون د ټولو ژویو لپاره ناوړه پایلې لرلای شي.

ساینسپوهان وايي، د ځمکې په فضا کې د کاربن ډای اکسایډ او میتېن زیاتېدو د نړیوالې تودوخې لوړېدو لوی لاملونه دي. کاربن ډای اکسایډ د سکرو، ګیس، تېلو، پېټرولو د سوځولو، د صنعتي فعالیتونو او داراز، د ځنګلونو د لویو برخو د وهلو له کبله زیاتېږي.

د اب و هوا بدلون پر وړاندې نړیوالې غونډې ته د ګڼو هېوادونو مشران ورغلي ول - د نومبر ۱۲مې انځور.
د اب و هوا بدلون پر وړاندې نړیوالې غونډې ته د ګڼو هېوادونو مشران ورغلي ول - د نومبر ۱۲مې انځور.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال چارو پروګرام د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې په یو رپورټ کې وویل چې د میتېن ګیس زیات پیداوار هم د تودوخې درجې د لوړېدو او په دې توګه د اقلیمي بدلون یو مهم لامل دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، د میتېن مقدار زیاتېدو مهم سبب کرنه او په ځانګړي ډول په نړۍ کې د مالدارۍ یا د څارویو ساتلو پراخېدل دي. د څارویو له وجوده میتېن ګیس خارجېږي.

د رپورټ له مخې، د کرنې په برخه کې د شولو یا وریژو کښت د میتېن د زیات پیداوار وجه ده. رپورټ وايي، د شولو په پټیو کې اوبه ډنډ ولاړې وي چې خاورې ته د اکسیجن د رسېدو مخه نیسي او په دې توګه بیکټېریا ته مناسب ماحول ورکوي چې میتېن پیدا کړي چې بیا په فضا کې ورګډېږي.

د اقلیمي بدلون پر وړاندې نړیواله غونډه په داسې حال کې شوې چې سپینې ماڼۍ ته د ډانلډ ټرمپ ستنېدو ته لږ وخت پاتې دی او له همدې کبله د شوې موافقې په اړه شکونه زیات شوي دي. ټرمپ ویلي چې امریکا به له نړیوالو اقلیمي هڅو باسي.

XS
SM
MD
LG