د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ټرمپ تر برید وروسته د امریکا د پټو خدماتو پر ادارې نیوکې زیاتې شوې دي


د امریکا د پټو خدماتو د ادره مشره کمبرلي چیټل ـ پخوانی انځور.
د امریکا د پټو خدماتو د ادره مشره کمبرلي چیټل ـ پخوانی انځور.

د امریکا د پټو یا استخباراتي خدماتو د ادارې مشره وايي پر پخواني ولسمشر او ډانالډ ټرمپ تر برید وروسته ورباندې نیوکې زیاتې شوي دي.

کېمبرلي چیټل له امریکايي اې بي سي نیوز ټېلېوېژن سره په یوه مرکه کې ویلي چې پر ټرمپ برید د منلو وړ نه وو او باید بیا داسې پېښه و نه شي.

چارواکي وايي چې د جولای په ۱۳مه په پنسلوانیا کې د تامس میتیو کروکس په نوم یو۲۰ کلن ځوان د ولسمشرۍ انتخاباتو د کیمپې په غونډه کې پر ټرمپ ډزې وکړې او هغه یې لږ ټپي کړ.

امنیتي سرتېرو سمدستي مشکوک بریدګر په نخښه کړ او هغه یې وواژه. د کروکس په موټر کې هم چوونکي توکي موندل شوي ول.

چیټل وویل چې د پټو خدماتو د ادارې د منسوبینو د کړنو مسوولیت د هغې پر غاړه دی او مني یې. "د پټو خدماتو اداره د پخواني ولسمشر د امنیت ساتلو مسووله ده. هر څه چې وشي، په ما پورې اړه لري، زه یې مشره یم."

په نومبر کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د جمهوري غوښتونکو یا رېپبلېکن ګوند پر احتمالي نوماند ټرمپ له حملې راهیسې د پټو خدماتو پر ادارې انتقادونه روان دي او پوښتنه کېږي چې څنګه یو بریدګر د کیمپېن جلسې ساحې ته نېږدې ځان رسولی وو او وتوانېد چې پر ټرمپ ډزې وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر ټرمپ برید غندلی او د خپلواکو پلټنو امر یې کړی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزیر الېخاندرو مېیورکاس ویلي د پټو خدماتو د ادارې پر مشرتابه پوره باور لري خو دا هم مني چې وسلوال باید له امنیتي پلوه دومره حساس ځای ته نه وای رسېدلی.

د امریکا د کانګرس کمېټیو هم اندېښنه ښوولې چې څنګه بریدګر وتوانېد چې پر پخواني ولسمشر له ۱۳۵ مېټره لیرې ځای ډزې وکړي.

تمه ده چې د امریکا د پټو خدماتو اداره په دې اړه د جولای پر ۲۲مه د استازو جرګې کمېټې ته ځواب ووایي.

البته د هغې ادارې مشرې کېمبرلي چیټل ویلي خپل کار ته دوام ورکوي او د استعفا پلان نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG