د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګلادېش کې په تاوتریخوالي کې د وژل شویو شمېر ۳۲ ته رسېدلی دی


د جولای پر ۱۸مه په ډاکه کې زده کوونکي د مظاهرې لپاره سړک وروتلي دي.
د جولای پر ۱۸مه په ډاکه کې زده کوونکي د مظاهرې لپاره سړک وروتلي دي.

په بنګلادېش کې د زده‌ کوونکو د مخالفو ډلو ترمینځ په نښتو کې د وژل شویو شمېر ۳۲ ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بنګلادېش په بېلابېلو ښارونو کې د سرکاري نوکریو د کوټې یا پکې د برخې ځانګړي کولو پر سر پراخ لاریونونه روان دي.

د جولای پر ۱۷مه د بنګلادېش وزیراعظمه شیخ حسینه واجد د زیاتېدونکي تاوتریخوالي د ارامولو لپاره پر دولتي ټېلېوېژن څرګنده شوه، خو د جولای پر ۱۸مه په ډاکه کې قهرجنو مظاهرچیانو د دولتي ټېلېویژن دفتر ته اور واچاوه او بهر ولاړ لسګونه موټر یې وسوځول.

د ټېلېوېژن مرکز یو چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په پېښه کې مرګژوبله نه ده شوې خو ټېلېویژن د اوس لپاره خپرونې ځنډولې دي.

د حسینې واجد حکومت د هېواد د خراب شوي وضعیت قابو کولو لپاره د جولای پر ۱۷مه په هېواد کې ټولې تعلیمي ادارې وتړلې او د قانون وزیر انیس الحق مظاهرچیانو ته د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د ارقامو له مخې، د اونۍ په پیل کې په تاوتریخوالي کې اووه تنه وژل شوي ول خو د جولای پر ۱۸مه د تاوتریخوالي او اخ و ډب په پېښو کې لږ تر لږه ۲۵ نور کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان دي.

بلخوا د بنګلادېش سپریم کورټ د اګست پر اوومه د های کورټ له لوري په سرکاري نوکریو کې د برخې بېلولو یا کوټې بحالولو فیصلې پر ضد د حکومتي درخواست اورېدنه کوي. وزیراعظمې له زده کوونکو غوښتي چې د سپریم کورټ تر فیصلې پورې دې صبر وکړي.

ناقدین وايي چې په سرکاري ملازمتونو د برخې ځانګړې کولو پروژه د وزیراعظمې حسینه واجد د ملاتړیو بچیو ته ګټه رسوي. نوموړې په جنورۍ کې له "واقعي مخالفت پرته" په څلورم پرله پسې ځل انتخابات وګټل او واکمنه شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG