د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسلوالو پر یوې پوځي پوستې برید کړی چې پکې دوه سرتېري وژل شوي دي.
په ډېره اسماعیل خان کې د استخباراتي ادارې یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د مارچ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې پر هم هغه ورځ د درابڼ په ګره خانوالا کې په برید کې درې پوځیان زخمیان شوي هم دي.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د مارچ پر ۲۵مه په لکي مروتو کې په وسلوال برید کې یو پولیس ووژل او بل ژوبل شو. تر دې څو ورځې مخکې په ډېره اسماعیل خان له وسلوالو سره په نښته کې د پوځ د ځانګړو ځواکونو یو افسر ووژل شوی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۰مه تر برید وروسته په بیان کې ویلي ول چې په هغه نښته کې ۱۰ مشکوک وسلوال هم ووژل شول.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د مارچ پر ۱۹مه په خپل راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې پر پولیسو ټولې ۶۸ حملې شوې دي چې پکې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.
تر دې مخکې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.