د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد وايي په عمان کې پر امام باړې په برید کې ۴ پاکستانیان وژل شوي دي


یو سړی له یوې غونډۍ څخه د وادي الکبیر ښار ننداره کوي - پخوانی انځور.
یو سړی له یوې غونډۍ څخه د وادي الکبیر ښار ننداره کوي - پخوانی انځور.

پاکستانيو چارواکو تاييد کړې چې د عمان په سرښار مسقط کې پر يوې امام باړې (امام بارګاه) په وسلوال بريد کې څلور پاکستانيان وژل شوي او ۳۰ ژوبل شوي دي.

په مسقط کې د پاکستان سفارت د جولای پر ۱۶مه پر فېسبوک او اېکس (پخواني ټوېټر) په خبرپاڼه کې ويلي چې په بريد کې د ژوبلو پاکستانيانو درملنه په بېلا بېلو روغتونونو کې روانه ده.

د مسقط پوليسو د جولای پر ۱۶مه په بيان کې ويلي چې وسلوالو د جولای پر ۱۵مه ماښام مهال په الوادي الکبير سيمه کې پر علي بن ابي طالب امام باړې ډزې وکړې چې پکې پينځه عبادت کوونکي ووژل شول.

خبرپاڼه زياتوي چې د عملياتو پر مهال يو پوليس او درې واړه بريدګر هم ووژل شول.

بلخوا په مسقط کې د هند سفارت هم د جولای پر ۱۶مه په بيان کې ويلي چې پينځم وژل شوی کس هندی دی.

دا حمله پر داسې مهال شوې ده چې شیعه ګان د محرم میاشتې په لومړیو ۱۰ ورځو کې د اسلام د پیغمبر د لمسي امام حسین او د هغه د کورنۍ غړو د تلین په مناسبت په امام باړو او نورو ځایونو کې ماتمي غونډې کوي.

د بريد مسووليت لا چا نه دی منلی، خو د مسقط پوليس وايي چې د پېښې پلټنې يې پیل کړې دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف هغه بريد په سختو ټکو غندلی او د عبادت کوونکو پر وژنه يې د غمرازۍ څرګندونه کړې ده.

په مسقط کې د پاکستان سفير عمران علي فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي چې په عمان کې لږترلږه ۴۰۰،۰۰۰ پاکستانيان اوسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG