د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: نن انګلستان له جنوبي افریقا سره لوبه کوي


د انګلستان لوبډلې د اته غوره لوبډلو په پړاو کې لومړۍ سیالي ګټلې ده - انځور له ارشیفه.
د انګلستان لوبډلې د اته غوره لوبډلو په پړاو کې لومړۍ سیالي ګټلې ده - انځور له ارشیفه.

د کرکټ په ۲۰ اووره نړیوال جام کې انګلستان (انګلینډ) له جنوبي افریقا سره سیالي لري.

د وېسټ انډیز په ډیرېن سیمي لوبغالي کې د جون ۲۱مې سیالي د پېښورپر وخت ماښام اووه نیمې او د کابل پر وخت اووه بجې پیلېږي.

جنوبي افریقا او انګلستان دواړه د نړیوال جام د اته غوره لوبډلو په دویم ګروپ کې دي او دواړو تر اوسه د دویم پړاو له درو څخه یوه، یوه سیالي ګټلې ده.

هم د د جون پر ۲۱مه د لومړي ګروپ په سیالۍ کې اسټرالیا بنګلادېش ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې هند افغانستان ته په ۴۷ منډو ماتې ورکړه او انګلینډ له کوربه وېسټ انډیز څخه سیالي په اتو وېکټو وګټله.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلو برخه اخیستې وه چې ورڅخه یې ۱۲ په لومړي پړاو کې له سیالیو ووتې او پاتې دویم پړاو ته رسېدلې دي.

کوربه امریکا، جنوبي افریقا، انګلستان (انګلینډ) او وېسټ انډیز د اتو غوره لوبډلو په دویم او د افغانستان، اسټرالیا، بنګلادېش او هند لوبډلې په لومړي ګروپ کې شاملې دي.

د اته غوره لوبډلو یا د نړیوال جام په دویم پړاو کې هره لوبډله درې سیالۍ وکړي او د سر څلور لوبډلې به د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره مومي.

ټاکل شوې چې دواړه نیمه پایلوبې د جون پر ۲۷مه او پایلوبه د جون پر ۲۹مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG