د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلبدین نایب وايي له اوږدې مودې راهیسې یې اسټرالیا ته د ماتې ورکولو انتظار کاوه


ګلبدین نایب د اسټرالیايي بیټر ګلېن میکسوېل په سوځولو خوشالي کوي - د جون ۲۳مې انځور.
ګلبدین نایب د اسټرالیايي بیټر ګلېن میکسوېل په سوځولو خوشالي کوي - د جون ۲۳مې انځور.

د کرکټ په ۲۰ اووره نړیوال جام کې افغانستان اسټرالیا ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډلې له اسټرالیا څخه سیالي وګټله او په دې توګه یې د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدو امکان پیاوړی شوی دی.

د وېسټ انډیز په کېنګزټاون کې د جون ۲۳مې پر سهار لومړی بیټېنګ افغانستان وکړ او په ټاکلیو اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۴۸ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په ګډه تر ۱۶م اوور پورې توپوهنه وکړه او مجموعي منډې یې ۱۱۸ ته ورسولې. ګربز چې په ۶۰ منډو وسوځېد نو تر هغې وروسته د افغانستان پینځه نور بیټران یو په بل پسې ژر وسوځېدل. ابراهیم ځدراڼ ۵۱ منډې وکړې.

په ځواب کې د اسټرالیا درې لوبغاړي هم ژر وسوځېدل خو ګلېن میکسوېل او مارکوس سټاینس مجموعي منډې تر ۷۱ پورې ورسولې.

میکسوېل شپږم لوبغاړی وو چې په ۵۹ منډو وسوځېد. هغه مهال د اسټرالیا ټولې منډې ۱۰۶ وې. اسټرالیا تر ۱۱۳ منډو پورې درې نور لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۲۰م اوور په پیل کې یې ټوله لوبډله په ۱۲۷ منډو وسوځېده.

له ښي لوري: رحمان الله ګربز، کریم جنت او عظمت الله عمرزی د جون پر ۲۳مه د اسټرالیا پر وړاندې بریا لمانځي.
له ښي لوري: رحمان الله ګربز، کریم جنت او عظمت الله عمرزی د جون پر ۲۳مه د اسټرالیا پر وړاندې بریا لمانځي.

ګلبدین نایب د څلورو بیټرانو په سوځولو د سیالۍ غوره لوبغاړی شو. هغه وویل چې لوبډلې یې له اوږدې مودې راهیسې اسټرالیا ته د ماتې ورکولو انتظار کاوه.

ده زیاته کړه چې دا یې د لوبډلې او افغان ولس لپاره د ډېرې خوشالۍ ځای دی.

افغان لوبډلمشر راشد خان هم ورته څرګندونې وکړې او و یې ویل چې د ۲۰۲۳ز کال د ۵۰ اووره یا یو ورځني نړیوال جام اتلې ته ماتې ورکول یو خورا ښه احساس دی.

کوربه امریکا د جون پر ۲۳مه د ورځې په دویمه سیالۍ کې له انګلستان (انګلینډ) سره مخامخېږی. په باربېډوس کې هغه سیالي د پېښورپر وخت ماښام اووه نیمې او د کابل پر وخت اووه بجې پیلېږي.

د جون پر ۲۴مه د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې کوربه وېسټ انډیز او جنوبي افریقا او ورپسې هند او اسټرالیا سیالي لري.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله د جون پر ۲۵مه د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې خپله وروستۍ لوبه له بنګلادېش سره وکړي.

بنګلادېش تر اوسه د ۲۰ اووره نړیوال جام په دویم پړاو کې خپلې دواړه سیالۍ بایللې دي. هندۍ لوبډلې د جون پر ۲۲مه بنګلادېش ته په ۵۰ منډو ماتې ورکړه.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلو برخه اخیستې وه چې ورڅخه یې ۱۲ په لومړي پړاو کې له سیالیو ووتې او پاتې دویم پړاو ته رسېدلې دي.

کوربه امریکا، جنوبي افریقا، انګلستان (انګلینډ) او وېسټ انډیز د اتو غوره لوبډلو په دویم او د افغانستان، اسټرالیا، بنګلادېش او هند لوبډلې په لومړي ګروپ کې شاملې دي.

د اته غوره لوبډلو یا د نړیوال جام په دویم پړاو کې هره لوبډله درې سیالۍ وکړي او د سر څلور لوبډلې به د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره مومي.

ټاکل شوې چې دواړه نیمه پایلوبې د جون پر ۲۷مه او پایلوبه د جون پر ۲۹مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG