د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د شړکنده باران اټکل کړی دی


په کابل کې تر باران وروسته پر سړک اوبه ډنډ شوې دي - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.
په کابل کې تر باران وروسته پر سړک اوبه ډنډ شوې دي - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ریاست په اووه ولایتونو کې د شړکنده باران اټکل کړی دی.

ریاست د اکتوبر پر ۱۵مه مه په بیان کې په ځینو ځایونو کې د ورښتونو له وجې د سېلاب خبرداری ورکړی دی.

ریاست ویلي دي چې د اکتوبر له ۱۵مې څخه تر ۱۶مې پورې په بدخشان، نورستان، تخار، پنجشېر، بغلان، کندوز او بلخ ولایتونو کې له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي میټره پورې د باران امکان دی.

تر دې مخکې د سېپټېمبر په پای کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ۲۶ ولایتونو کې باران ورېدلی وو. د سېپټېمبر پر ۲۷مه د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې تر ورښت وروسته په سېلاب کې درې تنه ووژل او ۲۰ ژوبل شول.

په وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي ناورینونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اګست په پیل کې ویلي ول چې په افغانستان کې وروستیو بارانونو او سېلابونو تر ۸۳،۰۰۰ زیات کسان اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG