د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې هند او انګلستان یو بل ته مخامخ شوي دي


هندي لوبغاړي د انګلستان د جاس بټلر تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د اکتوبر ۲۹مې انځور.
هندي لوبغاړي د انګلستان د جاس بټلر تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د اکتوبر ۲۹مې انځور.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې کوربه هند د انګلستان (انګلینډ) لوبډلې ته د ۲۳۰ منډو هدف ورکړی دی.

د اکتوبر پر ۲۹مه د لکنو په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.

د هند شوبمن ګېل په څلورم اوور کې وسوځېد او وېرات کوهلي په اووم اوور کې بې له منډې جوړولو وسوځېد. تر دې وروسته روهېت شرما او شرییاس اییر لوبې ته دوام ورکړ خو اییر په ۱۲م اوور کې وسوځېد چې له کبله یې کوربه لوبډله له مشکل سره مخامخ شوه.

تر دې وروسته روهېت شرما او کې اېل راهول بیټېنګ ته دوام ورکړ او مجموعي منډې یې له ۴۰ تر ۱۳۱ پورې ورسولې. تر راهول څه ساعت وروسته شرما هم وسوځېد خو سوریا کمار یادو نسبتاً چټکه لوبه وکړه.

هند په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۹ منډې وکړې. شرما ۸۷، یادو ۴۹ او راهول ۳۹ منډې وکړې.

د انګلستان ډېوېډ وېلي درې، او عادل رشید او کرېس ووکس دوه، دوه هندي لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې انګلستانۍ لوبډله هم هغه وخت له مشکل سره مخامخ شوه چې تر ۱۰م اوور پورې یې څلور لوبغاړي وسوځېدل او په ۱۶م اوور کې جاس بټلر او بیا په ۲۴م اوور کې معین علي هم وسوځېدل.

تر دې یوه ورځ مخکې دوه سیالۍ وشوې چې یوه یې اسټرالیا او دویمه یې نېدرلینډز وګټله. په لومړۍ سیالۍ کې اسټرالیایۍ لوبډله په ۵۰م اوور کې په ۳۸۸ منډو وسوځېده. په ځواب کې نیو زیلنډۍ لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۸۳ منډې جوړې کړای شوې.

په دویمه سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه د نېدرلینډز لوبډلې وکړه او په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې په ۲۲۹ منډو وسوځېده. په ځواب کې بنګلادېشۍ لوبډله له پیل راهیسې د لوبغاړو د ژر سوځېدو له کبله له مشکل سره مخامخ شوه. د بنګلادېش ټول لوبغاړي په ۴۳م اوور کې په ۱۴۲ منډو وسوځېدل او سیالي یې په ۸۷ منډو بایلله.

د اکتوبر پر ۳۰مه د افغانستان او سري لنکا لوبډلې له یو بل سره سیالي لري. ټاکل شوې چې د پونې په مهاراشټرا په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.

په نړیوال جام کې جنوبي افریقا له شپږو څخه د پینځو سیالیو په ګټلو ۱۰ نومرې یا پواینټونه ترلاسه کړي دي او په درجه بندۍ کې پر لومړي مقام ده. هند خپلې پینځه واړه سیالۍ ګټلې دي، ۱۰ پواینټه لري خو د منډو وروستي تناسب (نېټ رن رېټ) د کموالي له وجې پر دویم مقام دی.

نیو زیلینډ د اتو پواینټونو او زیات رن رېټ لرلو له وجې پر درېیم او اسټرالیا په اتو پواینټونو پر څلورم مقام ده. سري لنکا، پاکستان او افغانستان ټول څلور پواینټه لري، خو د منډو د وروستي تناسب توپیر له وجې په ترتیب سره پر پینځم، شپږم او اووم مقام دي.

نېدرلینډز د اکتوبر ۲۸مې سیالۍ په ګټلو اتم مقام ته لوړ شوی دی او تر دې وروسته پر بنګلادېش پر نهم او انګلستان پر ۱۰م مقام دی.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

XS
SM
MD
LG