د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلی پوځ وايي غزه کې یې د ۶ اسراییلیو یرغمل شویو کسانو مړي موندلي دي


له پورتني کیڼ لوري د هرش ګولډبرګ-پولېن، اوري دنینو، عدن یروشلامي، الموګ سروسي، الېکسانر لوبانوف او کارمېل ګټ پخواني انځورونه.
له پورتني کیڼ لوري د هرش ګولډبرګ-پولېن، اوري دنینو، عدن یروشلامي، الموګ سروسي، الېکسانر لوبانوف او کارمېل ګټ پخواني انځورونه.

اسراییلي پوځ ویلي دي چې په غزې تړانګه کې یې د شپږو اسراییلیو یرغمل شویو کسانو مړي موندلي دي.

پوځ د سېپټېمبر پر لومړۍ وویل چې په وژل شویو کې د هرش ګولډبرګ- پولېن په نوم هغه اسراییلی - امریکايي وګړی هم شامل دی چې مور و پلار یې له نړیوالو مشرانو سره د لیدو پر مهال د هغه د خلاصولو غوښتنه کړې وه. هغوی په اګست کې د امریکا د ډېموکراټ ګوند په ملي غونډه کې هم خبرې کړې وې.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس او رسنۍ د پوځ له خولې وايي چې د ټولو کسانو پېژندګلوي یې کړې ده چې پکې له ګولډبرګ-پولېن پرته اوري دنینو، عدن یروشلامي، الموګ سروسي، الېکسانر لوبانوف او کارمېل ګټ شامل دي.

د یرغمل شویو د مړو موندل کېدو خبر په اسراییلو کې د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو پرضد مظاهرې پارولې دي.

د یرغمل شویو کورنۍ او زیاتره اسراییلیان نتنیاهو تورنوي چې له حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، سره د اوربند موافقې او د یرغملو کسانو په خوشې کولو کې پاتې راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره له څو میاشتو راهیسې خبرې روانې دي.

د اسراییلو پوځ تر دې مخکې د اګست پر ۲۰مه هم ویلي ول چې د غزې په جنوب کې یې د عملیاتو پر مهال د شپږو یرغمل شویو کسانو مړي موندلي دي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې یې شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو د اګست پر ۱۵مه وویل د اسراییلو او حماس ترمينځ په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۴۰،۰۰۰ اوښتی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG