د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پولیسو د جماعت اسلامي سیاستوال مشتاق احمد خان په ګډون یوشمېر کسان نیولي دي


سېنېټر مشتاق یوې غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
سېنېټر مشتاق یوې غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د اسلام اباد پولیسو د جماعت اسلامي د سیاستوال او پخوانی سېنېټر مشتاق احمد خان، د هغه ښځې او زوی په ګډون تر ۱۲ زیات کسان نیولي دي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼو ډان او دي نیوز په ګډون رسنیو خبر ورکړی چې پولیسو د اګست پر ۳۱مه د ګوند یوشمېر غړي او پلویان هغه وخت ونیول چې هغوی د غزې تړانګې له اوسېدونکو سره د یووالي څرګندولو په خاطر لاریون کاوه.

رسنۍ د پولیسو له خولې وايي چې هغه کسان د اسلام اباد له بېلابېلو سیمو نیول شوي او تاڼو ته لېږدول شوي دي. البته تر اوسه معلومه نه ده چې د هغوی پر ضد مقدمې دایرې شوې دي او که نه.

پولیس وايي د جماعت اسلامي د مخکښ سیاستوال مشتاق احمد خان په ګډون د ګوند غړي او پلویان یې د جنايي قانون ۱۴۴مې مادې یا دفعې د سرغړونې له کبله نیولي دي. د یو ښار انتظامیه چې هغه ماده نافذه کړي نو بیا د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د لاوډ سپیکر پر ناسم استعمال بنديز وي.

د جماعت اسلامي پخواني سېنېټر خان له خلکو غوښتي ول چې د لاریون لپاره دې ځانونه د اسلام اباد اېکسپرېس چوک ته ورسوي. پولیسو هغې څلورلارې ته تلونکې لارې تړلې وې خو خلکو په وړو، وړو ډلو کې هغه ځای ته د تګ هڅه کوله.

جماعت اسلامي یو مذهبي ګوند دی چې تر دې مخکې یې هم په غزې تړانګه کې د روانې جګړې پرضد مظاهرې او غونډې کړې دي. د هغه ګوند غړو او پلویانو د اوړي په پیل کې په اسلام اباد کې د "غزه وژغورﺉ" په نوم پرلت شروع کړی وو چې تر ۴۱ ورځو پورې روان وو. جماعت اسلامي د جون پر ۲۲مه د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره تر خبرو وروسته پرلت ختم کړ.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې یې شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول. داراز، د اسراییلو پوځ د اګست پر ۲۰مه وویل چې د غزې په جنوب کې یې د عملیاتو پر مهال د شپږو یرغمل شویو کسانو مړي موندلي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو د اګست پر ۱۵مه وویل د اسراییلو او حماس ترمينځ په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۴۰،۰۰۰ اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG