د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو بیروت کې د حزب الله پر یو مرکز لوی بریدونه کړي دي


د بیروت په جنوب کې د اسراییلو تر برید وروسته له ودانۍ لوګي خېژي - د اکتوبر ۲۳مې انځور.
د بیروت په جنوب کې د اسراییلو تر برید وروسته له ودانۍ لوګي خېژي - د اکتوبر ۲۳مې انځور.

په داسې حال کې چې د اسراییلو او حزب الله ترمینځ د جګړې د پیلېدو یوه میاشت پوره شوه، د لبنان دولتي رسنۍ وايي چې اسراییلو د اکتوبر پر ۲۳مه ناوخته په بیروت کې د حزب الله پر جنوبي پیاوړي مرکز د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړې ده.

راپورونه وايي، د اسراییلو په لږ تر لږه ۱۷ بریدونو کې شپږ ودانۍ بشپړې ويجاړې شوي دي. دا د پلازمینې بیروت په څنډو کې په تېره یوه میاشت کې د اسراییلو له تر ټولو سختو بریدونه څخه ګڼل کېږي.

حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

په ورته وخت کې د شام (سوریې) دولتي رسنيو راپور ورکړی چې اسراييلیو هوايي ځواکونو په دمشق کې پر رهایشي ودانۍ او په حمص کې پر يو نظامي یا پوځي ځای بريدونه کړي دي چې پکې یو سرتېری وژل شوی او اووه ژوبل دي او اووه ژوبل دي.

اسراییلو په لبنان کې دا بریدونه په داسې حال کې کړي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن منځني ختیځ ته د سفر پر مهال له اسراییلیو مشرانو غوښتي دي چې له ایران سره دې د ترینګلتیا له زیاتولو ډډه وکړي.

بلېنکن داراز پر حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، هم غږ کړی چې د اسراییلو خلاف دې جګړه ختمه کړي او اوربند ته دې غاړه کښېږدي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې اسراییلي پوځ د اکتوبر پر ۲۲مه خبر ورکړ چې د بیروت په جنوب کې یې د حزب الله یو لوړپوړی چارواکی هاشم صفی الدین وژلی دی. پوځ وویل چې نوموړی د اکتوبر په لومړیو ورځو کې وژل شوی دی خو حزب الله لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

داسې فکر کېده چې صفي الدین به د حزب الله د پخواني مشر حسن نصر الله ځایناستی شي. حسن نصر الله د سېپټېمبر پر ۲۷مه په بیروت کې د اسراییلیو ځواکونو په یو لړ بریدونو کې وژل شوی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اکتوبر پر ۲۳مه له اردن څخه سعودي عرب ته د روانېدو پر مهال خبریالانو ته وویل: "اوس وخت راغلی دی چې هغه بریاوې په دوامداره ستراتیژیکه بریا بدلې شي."

نوموړی اوسمهال د سعودي عرب په سفر دی چې هلته له چارواکو سره په منځني ختیځ کې د روانې جګړې پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

اسراییلو په غزه کې د خواوشا یو کلني عملیاتو وروسته جنګ لبنان ته غځولی دی او هلته یې د حزب الله پرضد خونړیو هوايي او ځمکنيو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په همدې حال کې حزب الله هم پر اسراییلو د توغندیو حملې جاري ساتلې دي.

XS
SM
MD
LG