اسراییلي ځواکونه د غزې تړانګې هغه دهلېز بیا نیسي چې د هغې سیمې شمالي برخه له جنوبي برخې بېلوي.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس د مارچ پر ۲۰مه د اسراییلي پوځ په حواله ویلي دي چې ځواکونه یې د نویو عملیاتو په ترڅ کې یو ځل بیا د هغه مهم دهلېز کنټرول ترلاسه کوي.
په غزې تړانګه کې د نېڅارېم (نېتسارېم) په نوم هغه دهلېز شپږ کېلومیټره اوږد دی چې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو ځواکونو تر واک لاندې وو. اسراییلي سرتېري له حماس سره سږ کال په جنورۍ کې تر اوربند وروسته د فبرورۍ پر نهمه له دهلېزه ووتل چې ورسره سم هلته د فلسطینیانو تګ راتګ پیل شو او بې کوره وګړي خپلو مېنو ته ستانه شول. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.
اسراییلو د مارچ پر ۱۸مه له حماس سره اوربند ختم کړ او پر غزې یې درانه هوايي بریدونه وکړل. د بمبارۍ څپې د مارچ پر ۱۹مه هم دوام وکړ خو شدت یې له تېرې ورځې کم وو.
په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د مارچ ۱۸مې په حملو کې تر ۴۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې له درو څخه یې دوه برخې ښځې او ماشومان دي. دا په هغه تړانګه کې د ۱۷ میاشتنۍ جګړې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د اسراییلو د دفاع وزیر د مارچ پر ۱۹مه خبرداری ورکړ چې که حماس پاتې یرغملیان خوشې نه کړي او د غزې کنټرول پرې نه ږدي نو پر سیمه به حملې "په داسې شدت" زیاتې کړي چې "ساری به نه لري."
حماس لا د اسراییلو بریدونو ته ځواب نه دی ویلی البته د مارچ پر ۱۸مه یې تر بمبارۍ وروسته وویل چې اسراییلو نه یوازې د اوربند د موافقې سرغړونه کړې بلکې په غزه کې یې ۵۹ یرغملیان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي دي.
د یرغملیانو او د هغوی د مړیو سپارل د حماس او اسرایيلو ترمینځ د اوربند د هغې موافقې د لومړي پړاو برخه وه چې په غزه کې تر څه باندې یو کال وروسته سږ کال د جنورۍ له ۱۹مې څخه عملي شو.
حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.
تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا، د اوربند تر پیلېدو پورې پکې شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان ووژل شول، لکونه وګړي بې کوره شول او ګڼې سیمې ويجاړې شوې.
په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.