د لاسرسي ځای

تازه خبر

خالد شیخ محمد پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال د بریدونو د جرم پر منلو موافقه کړې


خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ز کال کې د پاکستان په راولپېنډۍ کې تر نیول کېدو وروسته - انځور له ارشیفه
خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ز کال کې د پاکستان په راولپېنډۍ کې تر نیول کېدو وروسته - انځور له ارشیفه

د امریکا دفاع وزارت ویلي، پر هغه هېواد د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې بریدونو "اصلي پلان جوړوونکي" د خپل جرم د منلو په اړه "رضامندي" ښوولې ده.

د امریکایۍ ورځپاڼې نیو یارک ټایمز د راپور له مخې، خالد شیخ محمد، چې دا مهال د کیوبا په ګوانتانامو کې د امریکايي پوځ په زندان کې دی، موافقه کړې ده چې د عمر قید په بدل کې به د هغه برید د توطیې تورونه ومني.

۵۹ کلن خالد شیخ محمد پاکستانی - کوېتی وګړی دی چې په ۲۰۰۳ز کال کې په راولپېنډۍ کې تر نیول کېدو وروسته امریکا ته وسپارل شو.

پېنټاګان د جولای پر ۳۱مه ویلي، د خالد شیخ محمد تر څنګ د هغه دوه نور ملګري ولید بن عطاش او مصطفا آل هوساوي به هم په هغه برید کې د ککړتیا تورونه ومني. هغه دواړه کساان هم دا مهال د ګوانتانامو په زندان کې دي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼې د سېپټېمبر ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د لوی څارنوال د استولي لیک په حواله ویلي دي چې دا موافقه د مرګ د سزا محاکمې د مخنیوی په خاطر شوې چې د پېنټاګان یوه لوړپوړي چارواکي منظوره کړې ده.

ټاکل شوې چې دا درې کسان به په راتلونکې اونۍ کې د کیوبا په ګوانتانامو جیل کې پوځي کمېشن ته خپل درخواستونه وړاندې کړي.

د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر پر ۱۱مه القاعده شبکې څلور الوتکې وتښتولې او پر امریکا یې بریدونه وکړل. دوه الوتکې یې په نيو يارک کې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز له دنګو ودانیو سره وجنګولې او په بلې یې په وېرجینیا کې د امریکا دفاع وزارت پېنټاګان وداني هدف وګرځوله. څلورمه الوتکه هدف ته تر رسېدو د مخه په یوه ډاګ کې ولوېده. په هغو بریدونو کې ټول ۲،۹۷۷ کسان ووژل او ۲۵،۰۰۰ ژوبل شول. هغه حملې د القاعده وسلوالې ډلې ۱۹ غړو کړې وه چې خپله هم ووژل شول.

امريکا هغه مهال تور پورې کړی وو چې حملې د ترهګرې ډلې القاعدې مشر اسامه بن لادن پلان کړې وي. هغه مهال طالبان پر افغانستان واکمن ول او واشنګټن ویلي ول چې بن لادن په هغه هېواد کې دی او وسلوال یې هلته روزنځایونه او پټنځایونه لري.

امریکا تر بریدونو وروسته له طالبانو غوښتي ول چې بن لادن وروسپاري، خو هغوی دا کار و نه کړ چې په غبرګون کې یې امریکا پر افغانستان حمله وکړه او هلته یې د نړیوال اېتلاف په مشرۍ کولو د ترهګرۍ پرضد جګړې ته دوام ورکړ.

شاوخوا یوه لسیزه وروسته اسامه بن لادن په پاکستان کې وموندل شو او د امریکا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه په اېبټ اباد کې په عملیاتو کې وواژه.

امريکا په افغانستان کې د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جګړه د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۳۱مه رسماً له هغه هېواده د خپلو سرتېرو په ایستلو پای ته ورسوله.

XS
SM
MD
LG