د لاسرسي ځای

تازه خبر
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.

پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته د نتیجو شېبه په شېبه حال

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو ډکولو لپاره انتخابات کېږي. پر دې پاڼه د ټاکنو بهیر په اړه شېبه په شېبه معلومات خپرېږي.

د انتخاباتو په اړه د خبرونو لنډیز

  • په پاکستان کې په پارلېماني انتخاباتو کې د رایې اچونې بهیر پای ته له رسېدو سره سم، د رایو شمېر پیل شو چې لا هم روان دی. په هغه هېواد کې انتخابات د فبرورۍ پر اتمه د پېښور له وخت سره سم سهار پر اتو بجو پیل او د ماښام پر پینځو پای ته ورسېدل.
  • د پاکستان حکومت د انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وې. وزارت د فبرورۍ پر اوومه په بیان کې وویل چې پولې د فبرورۍ پر نهمه بیا پرانیزي.
  • ټولټاکنې پر داسې مهال وشوې چې د فبرورۍ پر اتمه په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. تر دې یوه ورځ مخکې د سیند په مرکز کراچۍ او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې ۳۰ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.
  • د مشال راډیو خبریالان وايي چې په بېلابېلو ښارونو کې انتخاباتي بهیر ارام روان وو.
  • د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امنیت ټینګښت لپاره یې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ په لنډمهالي ډول ځنډولي دي.
  • د موبایل ټېلېفوني شبکې او انټرنېټ ځنډولو د ګوندونو، فعالانو او د بشري حقونو کمېشن غبرګونونه پارولي دي. کمېشن پر حکومت غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې شبکه او انټرنېټ بحال کړي.
۱۶:۲۷ ۸.۲.۲۰۲۴

ډېره اسماعیل خان کې چاودنې ۵ سرتېري وژلي دي

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په چاودنه کې پینځه پولیس وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د هغه ښار کمېشنر ظفر الاسلام مشال راډیو ته وویل چې د سړک تر غاړې بم چاودنه په کلاچۍ کې شوې ده.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو د فبرورۍ پر اتمه سهار شاوخوا اووه نیمې بجې له ډېره اسماعیل خان سره پر پوله په پروت ښار ټانک کې د پوځ پر ګاډي په برید کې یو سرتېری ووژل شو.

د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد شعېب مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو پر ګاډي ډزې وکړې.

د هغې حملې ذمه واري هم لا چا نه ده منلې.

۱۶:۱۸ ۸.۲.۲۰۲۴

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن: حکومت دې ژرترژره انټرنېټ او ټېلېفوني شبکه بحاله کړي

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن پر حکومتي چارواکو غږ کړی دی چې ژرترژره دې په ټول هېواد کې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ بحال کړي.

هغې خپلواکه ناحکومتي ادارې د فبرورۍ پر اتمه پر اېکس په بیان کې لیکلي دي چې سیند های کورټ لنډمهالي وفاقي حکومت ته امر کړی وو چې د عامو انتخاباتو پر ورځ دې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ بحال وساتي، خو پر دې سربېره په زیاتره سیمو کې ځنډول شوی دی.

کمېشن په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان د مخابراتي چارو ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) ویلي دي چې حکومت ورته د انټرنېټ تړلو امر نه دی کړی نو په دې صورت کې په دې اړه د شفافیت نه شتوالی د "اندېښنې وړ" دی چې دا تعطل به تر کوم وخت پورې روان وي.

هغې ادارې زیاته کړې ده چې د شبکې او انټرنېټي خدماتو ځنډول معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق او ښايي د پایلو د ترسیل نظام اغېزمن کړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د کورنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر اتمه په بیان کې وویل چې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټي خدمات یې د امنیت ټینګښت لپاره ځنډولي دي.

وزارت ویلي دي چې دا کار یې په وروستیو کې په هېواد کې د ترهګرۍ پېښو ته په کتو کړی دی.

۱۶:۰۴ ۸.۲.۲۰۲۴

د کورمې پاړه چینار کې د انتخاباتي بهیر انځورونه

د کورمې د پاړه چینار په لقمانخېلو سیمه کې خلکو رایو کارولو ته دوام ورکړی دی.

په دې ترڅ کې خلک هلته یو ځايي ښوونځي ته ورغونډ شوي دي.

د کورمې په لقمانخېلو کې خلک په پولېنګ سټېشن کې ولاړ دي
د کورمې په لقمانخېلو کې خلک په پولېنګ سټېشن کې ولاړ دي

په لقمانخېلو کې په تېرو ورځو کې واوره ورېدلې وه.

د لقمانخېلو د ښوونځي پولېنګ سټېشن ته یو ګاډی داخلېږي.
د لقمانخېلو د ښوونځي پولېنګ سټېشن ته یو ګاډی داخلېږي.

۱۵:۳۶ ۸.۲.۲۰۲۴

ټانک کې د پوځیانو پر ګاډي برید کې ۱ سرتېری وژل شوی دی

د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې په کوټ اعظم سیمه کې د فبرورۍ اتمې پر سهار وسلوالو د پوځ پر ګاډي برید کړی دی چې پکې یو سرتېری وژل شوی دی.

د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد شعېب وویل چې وسلوالو سهار شاوخوا اووه نیمې بجې پر ګاډي ډزې وکړې.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG