د لاسرسي ځای

تازه خبر
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.

پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته د نتیجو شېبه په شېبه حال

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو ډکولو لپاره انتخابات کېږي. پر دې پاڼه د ټاکنو بهیر په اړه شېبه په شېبه معلومات خپرېږي.

د انتخاباتو په اړه د خبرونو لنډیز

  • په پاکستان کې په پارلېماني انتخاباتو کې د رایې اچونې بهیر پای ته له رسېدو سره سم، د رایو شمېر پیل شو چې لا هم روان دی. په هغه هېواد کې انتخابات د فبرورۍ پر اتمه د پېښور له وخت سره سم سهار پر اتو بجو پیل او د ماښام پر پینځو پای ته ورسېدل.
  • د پاکستان حکومت د انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وې. وزارت د فبرورۍ پر اوومه په بیان کې وویل چې پولې د فبرورۍ پر نهمه بیا پرانیزي.
  • ټولټاکنې پر داسې مهال وشوې چې د فبرورۍ پر اتمه په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. تر دې یوه ورځ مخکې د سیند په مرکز کراچۍ او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې ۳۰ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.
  • د مشال راډیو خبریالان وايي چې په بېلابېلو ښارونو کې انتخاباتي بهیر ارام روان وو.
  • د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امنیت ټینګښت لپاره یې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ په لنډمهالي ډول ځنډولي دي.
  • د موبایل ټېلېفوني شبکې او انټرنېټ ځنډولو د ګوندونو، فعالانو او د بشري حقونو کمېشن غبرګونونه پارولي دي. کمېشن پر حکومت غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې شبکه او انټرنېټ بحال کړي.
۱۲:۰۹ ۸.۲.۲۰۲۴

په کراچۍ ښار کې د فبرورۍ پر اوومه په شوې چاودنه کې د وژل شویو شمېر درې ته لوړ شوی دی. د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي ظفر مهسر شپې ناوخته رسنیو ته وویل چې په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي. دی زیاتوي چې د ګلشن اقبال په پېښه کې شپږ تنه ژوبل هم دي. د هغې چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

۱۲:۱۴ ۸.۲.۲۰۲۴

په پاکستان کې انتخابات روان دي او خلک خپلې رایې کاروي. د دې عمل تازه حال لپاره د مشال راډیو ژوندۍ خپرونه وګورئ چې کوربه یې ګل ایاز او جوړوونکی یې اسحاق خان دی.

۱۲:۵۳ ۸.۲.۲۰۲۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر خوشې شوی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پشتین د پنجاب د اټک له زندانه خوشې شوی دی.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د جنورۍ له څلورمې راهیسې د عامه نظم زیانمنولو د مخنیوي قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) له مخې لومړی د پنجاب د جهلم او بیا د جنورۍ له ۳۰مې راهیسې د اټک په زندان کې بندي وو.

د غورځنګ یو مخکښ ادریس پشتین د فبرورۍ پر اوومه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې تر ډېرو قانوني او عدالتي هڅو وروسته منظور پشتین د چارشنبې (شورو) پر ماښام خوشې شوی دی. "مشر منظور پشتین له دوو میاشتو څخه د زیاتې مودې تر بند وروسته په درې اېم پي او [قضیه] کې له جېله خلاص شو. زموږ مبارزه به دوامداره وي او د پښتنو د حقونو او د وسایلو خبره به [هرومرو] پورته کوو."

په دې اړه بشپړه لیکنه دلته ولولئ.

۱۳:۰۶ ۸.۲.۲۰۲۴

پېښور کې انتخاباتي بهیر روان دی

پېښور - د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې انتخاباتي بهیر دوام لري. د ښار په بېلابېلو برخو کې د رایې اچونې په مرکزونو کې ګڼه ګوڼه په زیاتېدو ده.

په پېښور کې ښځې د یو پولېنګ سټېشن مخې ته په قطار کې ولاړې دي.
په پېښور کې ښځې د یو پولېنګ سټېشن مخې ته په قطار کې ولاړې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG