د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیو زیلینډ له پاکستانه د ۲۰ اووره کرکټ لوبلړۍ وګټله


د نیو زیلینډ لوبغاړي د پاکستاني بیټر په سوځولو خوشالي کوي - پخوانی انځور.
د نیو زیلینډ لوبغاړي د پاکستاني بیټر په سوځولو خوشالي کوي - پخوانی انځور.

د نیو زیلینډ ملي لوبډلې د کرکټ په څلورمه ۲۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په ۱۱۵ منډو په ماتې ورکولو لوبلړۍ وګټله.

د مارچ پر ۲۳مه د ماونټ ماونګانويي په لوبغالي کې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړ.

د کوربه نیو زیلینډ بیټرانو چټکه توپوهنه (بیټېنګ) وکړه د پینځم اوور په پیل کې یې چې لومړی بیټر وسوځېد نو مجموعي منډې یې تر ۵۹ رسولې وې. د ټېم سایفرټ تر سوځېدو وروسته فېن ایلن او مارک چیمپمن ښه توپوهنه وکړه او ټولې منډې یې تر ۱۰۸ ورسولې. البته تر هغې وروسته د نیو زیلینډ درې بیټران نسبتاً ژر وسوځېدل.

نیو زیلینډ په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۰ منډې وکړې. ایلن ۵۰، مایکل برېسوېل ۴۶، سایفرټ ۴۴ او ډیرېل مېچل ۲۹ منډې وکړې.

د پاکستان حارث رووف درې، ابرار احمد دوه او عباس اپرېدي یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د پاکستان لوبډلې ښه توپوهنه و نه کړای شوه او بیټران یې یو په بل پسې ژر، ژر وسوځېدل.

د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۷م اوور کې په ۱۰۵ منډو وسوځېدل او سیالي یې په ۱۱۵ منډو وبایلله. عبدالصمد ۴۴ او عرفان خان نیازي ۲۴ منډې وکړې.

د نیو زیلینډ جیکب ډفي څلور، زکري فوکس درې او وېل اوراورکې، جېمي نیشم او ایش سودي یوه، یوه وېکټه واخیسته.

نیو زیلینډ له پینځو څخه د درو سیالیو په ګټلو لوبلړۍ په خپل نوم کړې ده. پاکستان تر اوسه یوه سیالي ګتلې ده. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د مارچ پر ۲۶مه په وروستۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.

تر هغې وروسته به د پاکستان او نیو زیلینډ ترمینځ د درو یو ورځنیو یا ۵۰ اووره سیالیو لوبلړۍ پیلېږي.

XS
SM
MD
LG