د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمان پولیس وايي د شیعه ګانو پر جومات بریدکوونکي د هغه هېواد وګړي ول


په دې انځور کې وادي الکبیر سیمه ښکاري چې پولیس وايي پکې وسلوالو د شیعه ګانو پر امام باړې برید کړی وو - انځور له ارشیفه.
په دې انځور کې وادي الکبیر سیمه ښکاري چې پولیس وايي پکې وسلوالو د شیعه ګانو پر امام باړې برید کړی وو - انځور له ارشیفه.

د عمان پولیس وايي هغه درې بریدګر د هغه هېواد وګړي ول چې د جولای پر ۱۵مه یې د شیعه ګانو پر جومات په حمله کې شپږ کسان ووژل.

پولیسو د جولای پر ۱۸مه په خبرپاڼه کې ویلي چې څېړنې ښيي چې درېواړه بریدګر وروڼه ول چې په الوادي الکبیر سیمه کې پر علي ابن طالب امام باړې (امام بارګاه) د حملې پر وخت امنیتي ځواکونو ووژل.

پولیس زیاتوي چې بریدګر له "غلطو نظریاتو اغېزمن شوي" ول.

د عمان پولیسو د جولای پر ۱۶مه په بیان کې ویلي ول چې د وسلوالو په ډزو کې پینځه عبادت کوونکي او پرضد یې د عملیاتو پر مهال په نښته کې یو پولیس هم وژل شوی وو.

په ډزو کې وژل شوي وګړي شیعه ګان ول او د برید ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه.

د جولای پر ۱۶مه په مسقط کې د پاکستان سفارت تایید کړه چې پر امام باړې په حمله کې څلور پاکستانیان وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي.

بلخوا په مسقط کې د هند سفارت هم د جولای پر ۱۶مه په بيان کې ويلي چې پينځم وژل شوی کس هندی دی.

دا حمله پر داسې مهال وشوه چې شیعه ګانو د محرم میاشتې په لومړیو ۱۰ ورځو کې د اسلام د پیغمبر د لمسي امام حسین او د هغه د کورنۍ غړو د تلین په مناسبت په امام باړو او نورو ځایونو کې ماتمي غونډې کولې.

په مسقط کې د پاکستان سفير عمران علي فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي چې په عمان کې لږترلږه ۴۰۰،۰۰۰ پاکستانيان اوسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG