د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت "حافظ ګل بهادر ډله او مجيد برېګېډ د ترهګرو ډلو په نوملړ" کې شامل کړي دي


پاکستان په وروستیو کې په بنو کې پر پوځي چاوڼۍ د حملې پړه پر حافظ ګل بهادر ډلې اچولې وه - د جولای ۱۵مې انځور.
پاکستان په وروستیو کې په بنو کې پر پوځي چاوڼۍ د حملې پړه پر حافظ ګل بهادر ډلې اچولې وه - د جولای ۱۵مې انځور.

د پاکستان حکومت دوه نورې وسلوالې ډلې د "ترهګرو په نوملړ" کې شاملې کړې دي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (نیکټا) د جولای پر ۳۱مه د ناقانونه ډلو نوملړ په تازه کولو ويلي چې حافظ ګل بهادر ډله یې د جولای پر ۲۵مه او مجيد برېګېډ یې د جولای پر ۱۸مه په هغه لسېټ کې شامل کړي دي. له دې سره په پاکستان کې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو شمېر ۸۱ ته رسېدلی دی.

حافظ ګل بهادر ډله د خیبرپښتونخوا په قبايلي سيمو کې فعاله ده او مجيد برېګېډ له پاکستانه د ازادۍ لپاره د جنګېدونکې بلوڅ وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) "ځانګړی ځواک" دی. مجید برېګېډ په وروستيو کې په بلوچستان کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو او چينايي وګړو بريدونه زیات کړي دي.

بلخوا د حافظ ګل بهادر وسلواله ډله د شمالي وزیرستان د اوسېدونکي حافظ ګل بهادر په مشرۍ فعالیت ده. نوموړي په ۲۰۰۶ز کال کې د پاکستان له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته په پر پاکستانيو ځواکونو بریدونه درولي ول خو وروسته دا موافقه ماته شوه او دواړو خواوو د یو بل په نخښه کول پيل کړل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای پر ۱۹مه ادعا کړې وه چې حافظ ګل بهادر او په زرګونو ملګري یې په افغانستان کې دي چې له هغه ځایه حملې پلانوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تور رد کړی او وايي هېڅ وسلوالې ډلې ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. حافظ ګل بهادر ډلې هم دا دعوه رد کړې او وايي چې وسلوال یې په قبايلي سيمو کې مېشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG