د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا یو پاکستانی وګړی د یو امریکايي سیاستوال د وژنې په سازش تورن کړی دی


د امریکا د عدلیې وزارت د اصف مرچنټ پر ضد تر جنايي شکایت وروسته د نوموړي دا انځور خپور کړی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت د اصف مرچنټ پر ضد تر جنايي شکایت وروسته د نوموړي دا انځور خپور کړی دی.

امریکا یو پاکستانی وګړی له ایران سره د اړیکو او د یو امریکايي سیاستوال یا حکومتي چارواکو د وژلو پر ناکامه دسیسې (منصوبې) تورن کړی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت د اګست په شپږمه وویل چې هغه ۴۶ کلن سړی اصف مرچنټ نومېږي چې اوسمهال په امریکا کې په توقیف یا حراست کې دی.

وزارت دا نه دي ویلي چې هغه مشکوک سړي د کوم سیاستوال وژل غوښتل، خو په بیان کې یې ویلي چې قانون پلي کوونکو ادارو تر برید مخکې دسیسه ناکامه کړه.

د اګست پر شپږمه د نیو یارک د بروکلېن سیمې په یو عام شکایت کې ویل شوي دي چې اصف مرچنټ په امریکا کې د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک یا سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان قاسم سلیماني د وژنې د غچ اخیستو لپاره خلک برتي کول یا استخدامول.

سليماني د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په درېيمه د بغداد په یوه څنډه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو او هغه مهال یې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وژنه تایید کړې وه.

ایران په بیا بیا د سلیماني د غچ اخیستو خبره تکرار کړې ده.

څارنوالان وايي چې مرچنټ له پاکستانه امریکا ته تر سفر مخکې څه موده په ایران کې تېره کړې وه.

د امریکا د عدلیې وزارت په بیان کې ویلي دي چې نوموړي په اپرېل کې له یو کس سره رابطه کړې وه او ورته یې ویلي ول چې په هغه سازش کې دې ورسره ملګری شي، خو هغه سړي پولیس خبر کړي او بیا د پولیسو پټ مخبر هم شو.

مرچنټ په جون کې له یو احتمالي قاتل سره، چې اصلاً پټ (مخفي) پولیس وو، لیدلي ول.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر اوومه په بیان کې وویل چې د رسنیو خبرونه یې لیدلي دي او د نورو معلوماتو لپاره له امریکايي چارواکو سره په رابطه کې دي چې تفصیل ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG