د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: په بمي چاودنه کې ۲ پوليس او ۳ ولسي وګړي ژوبل شوي دي


پېښور کې پوليس تر چاودنې وروسته زيانمن شوی ګاډی ګوري ـ انځور له ارشيفه
پېښور کې پوليس تر چاودنې وروسته زيانمن شوی ګاډی ګوري ـ انځور له ارشيفه

په پېښور کې د پولیسو یو ګاډ‎ي د بمي چاودنې ښکار شوی چې پکې دوه سرتېري او درې ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د پېښور د ورسک سیمې د پولیسو يو مشر ارشد خان خبریالانو ته وویل چې پېښه د اګست پر ۱۶مه د ورسک سړک په‎ پیر بالا کې شوې ده.

ده وویل چې دا رېموټ کنټرول بمي چاودنه وه چې پکې له څلورو څخه تر شپږو کېلوګرامه پورې باردو کارول شوي ول.

ارشد خان زياته کړه چې پولیسو د پېښې په تړاو شپږ مشکوک کسان نیولي چې پلټنې ورڅخه روانې دي.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پر پوليسو بريدونه زيات شوي دي. د اګست پر ۱۵مه د خيبر پښتونخوا په باجوړ او سوات کې په دوو جلا جلا وسلوالو بريدونو کې دوه پوليس وژل شوي ول.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو د معلوماتو له مخې، په هغه صوبه کې سږ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسلوالو بريدونو او بمي چاودنو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي کاروايانو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG