پېښور های کورټ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر ته امر کړی دی چې د ځانګړو څوکیو ترلاسه کوونکو غړو ته دې سوګند ورکړي.
د های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د مارچ پر ۲۶مه او ۲۷مه د ځانګړو څوکیو په اړه د یو غوښتنلیک اورېدنه وکړه او لنډه فیصله یې ورکړه.
مخالفه ګوندونو د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کي د ښځو او اقلیتونو پر څوکیو ۲۵ غړو ته د سوګند نه ورکولو پر معامله پېښور های کورټ ته درخواست ورکړی وو.
د پېښور های کورټ هغې جرګګۍ د لومړۍ ورځې د اورېدنې پر مهال د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ له سپیکر بابر سلیم سواتي څخه ځواب غوښتی وو چې ولي یې د ګورنر پر سپارښتنه سربېره د مارچ پر ۲۲مه د اسمبلۍ غونډه نه وه ورغوښتې.
د مخالفه ګوند جمعیت علمای اسلام (ف) وکیل فاروق اپرېدي د مارچ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې که سپیکر هغو غړو ته سوګند نه ورکوي، نو د اساسي قانون له مخې عدالت واک لري چې یوه متبادله لاره پیدا کړي.
د پاکستان په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او مذهبي لږکیو لپاره ځانګړې څوکۍ وې چې تر انتخاباتو وروسته هر ګوند ته د هغوی ګټلو څوکیو په تناسب ورکول کېږي.
د تحریک انصاف سیاستوالانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ازادو کاندیدانو په توګه برخه اخیستې وه او د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره یې بریالي شوي غړي په سني اتحاد کونسل ورګډ شول.
خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر څلورمه په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد کونسل ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د نومول شویو نوملړ نه وو شریک کړی نو ځکه هغه څوکۍ نورو ګوندونو ته ورکوي.
کمېشن د مارچ پر څلورمه په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ مخالفه ګوندونو ته ورکړې.
تحریک انصاف د کمېشن د پرېکړې پر ضد پېښور های کورټ ته هم درخواست ورکړی وو چې عدالت رد کړ او و یې ویل چې سني اتحاد شورا پر ټاکلي وخت د خپلو نوماندانو نوملړ کمېشن ته نه وو ورکړی نو ځکه څوکۍ نه شي ترلاسه کولای.
د تحریک انصاف پلویانو په انتخاباتو کې په اسمبلۍ کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړ او د ګوند نوماندان یې د سپیکر او د هغه د مرستیالې په توګه منتخب کړل. هغه ګوند داراز په صوبه کې حکومت هم جوړ کړ.
د قانون له مخې سپیکر او ډېپټي سپیکر باید په بې طرفۍ د اسمبلۍ چارې وچلوي.