د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ او سوات کې وسلوالو بريدونو کې ۲ پوليس سرتېري وژل شوي


د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې پوليس سرتېري په سیمه کې د ځمکلاندې بمونو لټون کوي ـ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې پوليس سرتېري په سیمه کې د ځمکلاندې بمونو لټون کوي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په باجوړ او سوات کې په وسلوالو بريدونو کې دوه پوليس سرتېري وژل شوي دي.

د باجوړ پوليسو ویاند محمد اسرار د اګست پر ۱۵مه مشال راډيو ته په استولي بیان کې ويلي چې بېګا نيمه شپه د سالارزیو تحصيل په حاجي لونګ سيمه کې وسلوالو د پوليسو پر پوسته د لاسي بم حمله وکړه.

د ده په خبره، په دې بريد کې د عالمزېب په نوم د پوليسو حوالدار ووژل شو. د نوموړي لومړۍ جنازه د باجوړ په پولیس لاينز کې شوې او دویمه به يې په خپل پلرني کلي حاجي لونګ کې کېږي.

په باجوړ کې تر دې وړاندې هم بمي چاودنې شوي چې سياسي او قبايلي مشران، پوليس او امنيتي سرتېري او د پوليو ضد کيمپېن کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

د اګست پر ۱۳مه د باجوړ په ترغاو سيمه کې په ځمکلاندې بمي چاودنه کې دوه ولسي مشران ملک يار خان او ملک روزي خان وژل شوي ول.

د هغو دواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو هلته په تېرو وختونو کې د یوشمېر بريدونو مسوولیت د اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) خراسان څانګې منلی وو.

په هغه سیمه کې خلکو د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې او جرګې کړې دي، خو حکومتي چارواکي وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پر وړاندې یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

سوات کې بريدونه

بل خوا د خیبر پښتونخوا په سوات کې د وسلوالو په ډزو یو پولیس سرتېری وژل شوی دی.

د سوات پولیسو مشر زاهد الله د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې پر همهغه ورځ د سوات په مټه سمبټ سیمه کې د ماخوستن تر لمانځه وروسته وسلوالو پر پولیسو ډزې وکړې چې پکې یو پولیس سرتېری سخت ژوبل شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د پوليسو په وينا، د اګست پر ۱۴مه شپې مهال وسلوالو د سوات د ملم جبې په تليګرام سیمه کې هم پر پولیس تاڼې برید وکړ. پوليۍ زياتوي چې د دواړو غاړو تر مینځ تر نیم ساعته پورې ډزې روانې وې چې پکې د مرګژوبلې په اړه څه معلومات مخې ته نه دي راغلي. تر دې پېښې وروسته پوليسو وويل چې سیمه یې په کنټرول کې اخیستې او پلټنې یې پیل کړې دي.

تر اوسه د دې بريدونو ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۴مه د سوات په چارباغ کې د پاکستان د جوړېدو د ۷۷مې کلیزې پر مهال ځایي اوسېدونکو د امن لپاره یو احتجاجي لاریون وکړ. دوی غوښتنه کوله چې په سیمه کې دې امن پر ځای کړل شي او د بدامنۍ د پېښو مخه دې ونیول شي.

بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي کاروايانو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG