د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ د انتخاباتو په قانون کې د بدلون بیل منظور کړ


د پاکستان قامي اسمبلي - انځور له ارشیفه
د پاکستان قامي اسمبلي - انځور له ارشیفه

د پاکستان قامي اسمبلۍ د اګست پر شپږمه د انتخاباتو په قانون کې هغه بدلونونه منظور کړل چې حکومت وړاندې کړي وو خو اپوزیشن ګوندونو سې مخالفت کاوه.

د دې بیل د منظورولو پر مهال حکومت مخالفو ګوندونو سخت احتجاج وکړ خو د اسمبلۍ اکثریت غړیو د دې په حق کې رایې ورکړې.

د نوي قانون ترمخه په ازاد حيثيت کې انتخابات ګټونکي کانديدان د درې ورځو پس په کوم ګوند کې نه شي شاميلدلی او ازاد به پاتې کيږي. دا بیل په لومړي ځل د واکمن ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) غړي بلال اظهر کياني وړاندې کړى وو چې بیا د حزب اختلاف لخوا د مخالفت وروسته اړوندې کميټۍ ته ليږل شوی وو.

د يادونې وړ ده چې د حکومت مخالف ګوند تحريک انصاف غړیو د اتمې فرورۍ په انتخاباتو کې په ازاد حیثیت برخه اخیستې وه ځکه چې ګوند ته ېې د مشرانو په نه ټاکلو، د بېټ انتخابي نخښه نه وه ورکړل شوې. د تحريک انصاف بریالي شویو غړیو وروستو په پارليمان کې د ښځينه او مذهبي اقليتونو د ځانګړېو څوکیو تر لاسه کولو لپاره په سني اتحاد کونسل کې د شامليدو اعلان کړی وو ځکه چې ځانګړې څوکۍ صرف پارلیماني سیاسي ګوندونو ته ورکول کيږي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG