د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف: د انتخاباتي کمېشن مشر او ۴ کمېشنران دې استعفا ورکړي


د تحریک انصاف د مشر ګوهر علي خان (له کیڼ لوري دویم) په ګډون پارلېماني غړو د جولای پر ۱۸مه په اسلام اباد کې مظاهره وکړه.
د تحریک انصاف د مشر ګوهر علي خان (له کیڼ لوري دویم) په ګډون پارلېماني غړو د جولای پر ۱۸مه په اسلام اباد کې مظاهره وکړه.

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د انتخاباتي کمېشن له مشر سکندر سلطان راجا او څلورو کمېشنرانو څخه د استعفا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د ګوند پارلېماني غړو د جولای پر ۱۸مه په اسلام اباد کې مظاهره وکړه او تور یې پورې کړ چې د قامي اسمبلۍ غړي یې نیول کېږي خو کمېشن غلی دی.

د پي ټي ای مشر بیرسټر ګوهر علي خان مظاهرې ته په وینا کې وویل چې حکومت غواړي چې سیاستوالان یې له خپل ګوند سره د غړیتوب تایید لیکونه ور نه کړي نو ځکه یې پر کورونو چاپې وهل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د انتخاباتو کمېشن پر دې هر څه "خاموشه" دی او "جانبدارانه رویه" کوي نو ځکه یې مشر باید استعفا ورکړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن او وفاقي حکومت لا د تحریک انصاف د غوښتنو او دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د وفاقي حکومت د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د جولای پر ۱۵مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې تحريک انصاف د ریاست پر وړاندې ویجاړوونکي کارونه کوي نو ځکه ورباندې بندیز لګول غواړي.

تر دې مخکې سپريم کورټ فیصله کړې وه چې تحریک انصاف ته دې په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ورکړل شي.

سپريم کورټ د جولای پر ۱۲مه د پېښور های کورټ او د پاکستان انتخاباتي کمېشن هغه پرېکړې لغوه کړې چې له مخې پي ټي ای له ځانګړو څوکيو بې برخې شوی وو.

په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو د ځانګړو څوکیو پر سر لانجه تر هغې وروسته پیدا شوې وه چې د انتخاباتو کمېشن د روان ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ تر عامو انتخاباتو څو اونۍ وروسته په مارچ کې د ښځو او لږکیو څوکۍ د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل پر ځای نورو ګوندونو ته ورکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG