د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې پولو خبريالانو سازمان: روان کال ۴۵ خبریالان د خپلو دندو پرمهال وژل شوي


په غزه کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۱۰مه د وژل شوي فلسطيني خبريال محمد صبح ملګرو د هغه په وينو لړلی واسکټ او مړی راخيستی دی.
په غزه کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۱۰مه د وژل شوي فلسطيني خبريال محمد صبح ملګرو د هغه په وينو لړلی واسکټ او مړی راخيستی دی.

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) ویلي چې په روان ۲۰۲۳ز کال کې ۴۵ خبریالان د خپلو دندو پرمهال وژل شوي دي چې دا شمېر د ۲۰۲۲ز کال پرتله کم دی ځکه چې هغه کال په نړۍ کې ۶۱ خبریالان وژل شوي ول.

سازمان د ډېسېمبر پر ۱۴مه په خپل کلني راپور کې ويلي چې په غزه کې پر روانې جګړې برسېره له ۲۰۰۲ز کال وروسته دا د خبریالانو د وژنې تر ټولو کمه شمېره ده چې د خپلو کارونو په تړاو وژل شوي دي.

ار اېس اېف دا شمېرې د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ له لومړۍ بيا د ډېسېمبر تر لومړۍ پورې راټولې کړې دي.

د بې پولو خبريالانو سازمان په خپل راپور کې ليکي، په غزې تړانګه کې د حماس او د اسراییلو ترمينځ د روانې جګړې پر مهال تر اوسه ۱۳ خبریالان د کار پرمهال وژل شوي دي. راپور زياتوي، له دې سره په غزه کې د وژل شویو هغو خبریالانو شمېر ۵۶ ته رسېدلې دی چې هلته د دندو پر مهال په جګړو کې وژل شوي دي.

راپور وايي چې په اکتوبر کې د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ د تاوتریخوالي او کړکېچ له پیل راهیسې په لبنان کې درې او اسراییلو کې یو خبریال د دندې پر مهال وژل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ز کال کې درې خبريالان وژل شوي دي.

د سازمان په خبره، په ۲۰۱۲ز کال کې تر ټولو زيات ۱۴۴ او په ۲۰۱۳ز کال کې بيا ۱۴۳ خبریالان وژل شوي ول چې ډېری وژنې یې په شام (سوریې) او عراق کې د جګړو له امله وې.

د راپور له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې ۵۲۱ خبریالان د خپل کار له وجې په بېلا بېلو هېوادونو کې بنديان دي.

د سازمان په خبره، په چین کې یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو لوی شمېر خبریالان بندیان دي. رپورټ وايي، هلته ۱۲۱ خبریالان یې په زندانونو کې بندیان دي چې ۱۲ يې په هانګ کانګ او ۴۲ یې په شېنجیانګ (سېنکیانګ) کې دي. دا په ټوله نړۍ کې د توقیف شویو خبریالانو د شمېر نېږدې څلورمه برخه ده.

د بې پولو خبريالانو سازمان په رپورټ کې د پاکستان څرګنده یادونه نه ده شوې، خو هلته وخت په وخت خبريالان د بيان پر ازادۍ د محدوديتونو، ځورونو او خطرونو ذکر کوي.

په پاکستان کې د رسنيو د خپلواکۍ لپاره کارکوونکي ناحکومتي سازمان فریډم نېټورک د ۲۰۲۳ز کال په تازه رپورټ کې ويلي چې د پاکستان ریاست د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.

هغه تنظیم د اکتوبر پر ۲۹مه خپل کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ویل شوي چې پاکستان د اسيا هغه لومړی هېواد دی چې د خبریالانو د ساتنې لپاره یې قانون جوړ کړی خو په وینا یې، تر اوسه پورې هغه قانون سم نه دی عملي شوی او د خبریالانو ضد د رياستي او غيررياستي کړیو ګامونه لا زيات شوي دي.

په پاکستان کې د فريډم نېټورک مشر اقبال خټک هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ۱۱ خبریالان وژل شوي دي. "زموږ له رپورټه دا یوه خبره واضحه شوې چې په پاکستان کې د خبریالانو د تحفظ قانون جوړ شو، خو خبریالانو ته یې څه ګټه ونه رسوله. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د هغه قانون عملي کولو ته دې پام وکړي."

بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزير مرتضا سولنګي، چې خپله هم پخوانی خبریال دی، په وروستيو کې د خبریالانو له يوې ډلې سره د ليدو پر مهال د هغوی د ستونزو په اړه وویل چې له خپلې وس سره سم به د خبريالانو د ستونزو د حل هڅه کوي.

په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د خبريالانو د خونديتوب په اړه یو قانون جوړ کړ.

د هغه قانون له مخې به حکومت د هر سړي او ادارې له خوا د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د هر ډول ځورونې، تشدد او ناوړه ګټې اخيستنې پرضد ټول اقدامات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG