فعالان وايي چې روسیه د خپل سیاسي حیثیت او موخو لپاره کاسپین سمندرګي ته د بهېدونکو سيندونو د روانه اوبو بهیر ګډوډوي او پر چاپېریال يې اغېز ته فکر نه کوي.
د روسیې د کازان ښار اوسېدونکي د کاسپین سمندرګي په شمال کې د ۱،۰۰۰ کلومیټره په واټن ژوند کوي، خو بیا هم په سیندونو کې د اوبو کمېدا او زیاتېدا یې پر ژوند اغېز کړی دی.
دا هغه ځای دی چې کازانکا سیند په وولګا دریاب ورګډېږي چې د کاسپین سمندرګي د اوبو لویه سرچینه ده.
د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې په کازانکا سیند کې اوبه وچې شوې وې، خو د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې په سیند کې اوبه بیا ډېرې شوې. دا هر څه یوازې د اقلیمي بدلون له کبله پېښېږي.
د چاپېریال د حفاظت یوه فعاله یولیا فیزراخمونووا مشال راډیو ته ویلي چې د روسیې د اوبو د وسایلو ملي اداره په وولګا سیند کې اوبه قابو کوي چې له کبله یې په اړونده سیندونو او ډیمونو کې د اوبو کچه لاندې پرېوځي.
روسیو چارواکو منلي ده چې د کاسپین له ساحل سره نېزدی په استرخان سیمه کې د ګران بیه ماهیانو (کبانو) د ساتلو لپاره د اوبو په جریان کې بدلون راولي.
فعالان وايي، دا خبره سمه ده خو له دې سره د دوی د برخې په وولګا سیند کې د اوبو کچه ښکته ځي.
د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په میاشت کې د کازان په جنوب کې د اوبو د زېرمې کچه ډېره لاندې ولوېده نو د پینځو سیمو مشرانو د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین ته په وولګا سیند کې د اوبو سطحې پر یو ځای د ساتلو درخواست وکړ.
د تاتارستان سیمې مشر رستم مینیخانوف په روسیه کې د یوې غونډې پر مهال خبرداری ورکړ چې د اوبو کمی ناکراري پیدا کړې ده. تر دې یو کال وروسته وضعیت بدل شو او په سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شوه.
خو ځينې باور لري چې روسیې دا هر څه د چاپېریال ساتنې لپاره نه وو کړي، بلکې د دې تر شا یې سیاسي اهداف ول او غوښتل یې چې د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر په میاشت کې د برېکس د سرمشریزې پر مهال کازان ښار ښایسته ښکاره کړي.
د یوې ناحکومتي ډلې سي اېن ټي بوګوراک شمېرې ښيې چې کله د برېکس غونډه پای ته ورسېده نو د نومبر په لومړیو ورځو کې په سیند کې د اوبو کچه هم لاندې ولاړه.
برېکس د مخ پر ودې او لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو سازمان دی چې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا پکې شامل دي او د هغو هېوادونو د انګرېزي نومونو لومړي توري د دغې ټولنې نوم جوړوي.
د فرانسې خبري اژانس وايي چې مصر، اېتیوپیا (حبشه)، ایران او متحده عربي امارات د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د ټولنې نوي غړي شول.
هغه ټولنه په ۲۰۰۹ز کال کې جوړه شوې وه چې لومړی "برېک" نومېده، خو یو کال وروسته چې جنوبي افریقا یې هم غړیتوب ترلاسه کړ نو نوم یې "برېکس" شو.
برېکس هر کال سرمشریزې غونډې کوي چې تازه هغه يې د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسيې په کازان ښار کې وشوه. د سرمشریزو هدف د غړو هېوادونو ترمینځ اقتصادي همکارۍ، نړیوال تجارت، مالي چارې، ټېکنالوژۍ او د نورو ګډو مسایلو په اړه خبرې اترې کول او همکاري پیاوړې کول دي.