د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: په ټرافیکي پېښه کې ۷ تنه وژل شوي ۲۰ ژوبل دي


په کراچۍ کې د اېدي ټولنې کارکوونکي یو جسد انتقالوي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې د اېدي ټولنې کارکوونکي یو جسد انتقالوي - پخوانی انځور.

پولیس وايي چې په کراچۍ کې په ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او ۲۰ ژوبل دي.

د کراچۍ د ماړیپور سیمې تاڼېدار زاهد خالد مشال راډیو ته وویل چې چې کوسټر ګاډی د جون پر ۳۰مه سهار له کراچۍ څخه هاکس بې سیمې ته روان وو چې یو ټرېلر ګاډي سره مخامخ شو، خو ورسره و نه جنګېد البته پر سړک واوښت.

پولیس وايي، د ټرافیکي پېښې لامل د کوسټر تېز رفتاري وه.

د کراچۍ پولیسو په یو بیان کې ويلي دي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د پېښې ښکار شوي کسان د یو بل خپلوان ول چې ساحلي سیمې هاکس بې ته په چکر روان ول.

د پېښې د ښکار شویو مړي او ژوبل کسان د کراچۍ سېول روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتون مشر ډاکتر صابر مېمن مشال راډیو ته وویل چې له ژوبلو څخه یې ۱۴ په روغتون کې بستر دي چې د اووه روغتیايي حالت ښه نه دی.

د پاکستان په مختلفو سیمو کې وخت په وخت مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي. د جون پر ۲۸مه په سوات کې د ښوونځي د زده کوونکو یو بس ژورې کندې ته پرېوت چې پکې یو ماشومان ووژل شو او ۳۰ ژوبل شول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او دا راز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG