په افغانستان کې ځوانان ټولنیزې شبکې څنګه کاروي او هلته د ناسمو، جعلي معلوماتو خپرېدو تر اوسه څه اغېز کړی؟ د جعلي معلوماتو، پروپیګنډې او درواغو مخنیوی د چا کار دی؟ ایا ټولنیزې شبکې ملامته دي او که نه؟ په تېرو څو کلونو کې ټولنیزې شبکې څومره بدلې شوې دي او له فېسبوک او ټوېټر اخوا نورې څومره شبکې دي چې ځوانان یې کاروي؟ ایا یوازې سختدریځي دي چې ځوانان له ځانه سره ملګري کول غواړي که نورې ډلې هم شته؟ دا او نورې پوښتنې نن په ټولنیزې شبکې او سختدریځي خپرونه کې له پوهانو سره څېړو.
لوستونکو مارک څوکربرګ چې په ۲۰۰۴ز کال کې فېسبوک جوړ کړ نو یوازې په خپل پوهنتون کې د زده کوونکو د رابطو لپاره کارېده.
هغه مهال انټرنېټي ټولنیزې شبکې تقریباً نه وې. ورو، ورو له هارورډ پوهنتونه بهر نورو پوهنځیو او پوهنتونونو هم فېسبوک کارول پیل کړل.
په لومړي سر کې د فېسبوک کاروونکي خورا کم ول او هغوی یوازې له یو بل سره د رابطو او خبرو لپاره دا پاڼه کاروله.
وروسته چې څکربرګ فېسبوک ټولو خلکو ته خلاص کړ نو په ۲۰۰۸ز کال کې یې د کاروونکو شمېر ۱۰۰ میلیونه ته ورسېد.
اوسمهال په فېسبوک کې شاوخوا ۱،۹۰۰ میلیونه کسانو پروفایلونه او پاڼې جوړې کړې دي.
خو اوس په نړۍ کې د ټولنیزو اړیکو او فعالیتونو یو شمېر نورې پاڼې هم شته. ټوېټر، یوټیوب، انسټاګرام یې یو څو مثالونه دي.
د ټولنیزې شبکې او سختدریځي تېرې خپرونې
- سختدریځي څه ته وايي؟
- سختدریځي څومره بڼې او اشکال لري؟
- سختدریځه ډلې څنګه دیني عقاید کاروي؟
- سختدریځي څنګه په پاکستان او منځني ختیځ کې دود شوه؟
د نړۍ په یو شمېر هېوادونو لکه چین او روسیې کې د ځايي خلکو لپاره ځانګړې شبکې هم جوړې شوې دي چې میلیونونه خلک یې کاروي.
له وخت تېرېدو سره سره په فېسبوک، ټوېټر او نورو ټولنیزو شبکو کې بدلونونه راغلي.
شاوخوا یوه لسیزه مخکې فېسبوک یوه انټرنېټي حجره وه چې پکې خلکو له یو بل سره رابطې کولې، خبرې او بحثونه به پکې روان ول.
خو په ۲۰۱۱ز کال کې همدا شبکې په عربي او د شمالي افریقا په هېوادونو کې د عربي پاڅون پر مهال وکارول شوې.
دودیزو رسنیو هم د خپلو مطالبو خپرولو لپاره د فېسبوک، ټوېټر، یوټیوب، انسټاګرام، ډېليموشن، ساونډکلاوډ او نورو شبکو پاڼې جوړې کړې، او هر ورځ اربونه خلکو ته خپل خبرونه، شننې، تبصرې، رپورټونه، ویډیوګانې، فلمونه او راډیويي خپرونې رسوي.
دا په لومړي ځل ۲۰۱۱ز کال وو چې ټولنیزو شبکې یوازې د خبرو اترو پر ځای د خبرونو ورکولو، معلوماتو خپرولو، مظاهرو او د احتجاجي غونډو تنظیم لپاره وکارېدې.
دا خپرونه په غږیزه بڼه واورئ
په تونس، مصر او الجزایرو کې چې حکومت رسنۍ کنټرولولې او پوره معلومات تر خلکو نه رسېدل نو فعالانو د فېسبوک او ټوېټر له لارې خلکو ته رسول پیل کړل.
په بېلا بېلو هېوادونو کې حکومتونو د انټرنېټي جرمونو قوانین جوړ کړل، د ټولنیزو شبکو لپاره یې اصول او تګلارې جوړې کړې، واکدارانو خپلې پاڼې پرانیستې او خلکو ته یوازې د اخبار، ټېلېوېژن او راډیو له لارې نه، بلکې د ټولنیزو شبکو له لارې هم معلومات ورکوي.
همدا ټولنیزې شبکې چې وړیا دي او هر کس چې انټرنېټ لري ورته لاسرسی لرلای شي، سختدریځو او وسله والو ډلو هم وکارولې چې موږ یې په اړه په تفصیل په تېرو خپرونو کې غږېدلي یو.
افغانستان، ټولنیزې شبکې او ځوانان
په افغانستان کې هم ځوانان له تېرو څو کلونو راهیسې فېسبوک، ټوېټر او نورې شبکې کاروي.
موږ په تېرو خپرونو کې پر دې شبکو د جعلي او ناسمو معلوماتو او خبرونو خپرېدو په اړه معلومات درکړل او د غربي هېوادونو او پاکستان مثالونه مو درکړل.
د سیاسي او ټولنیزو چارو مشتاق رحیم له ډېرو کلونو راهیسې ټولنیزې شبکې څاري، خپله هم فعال دی او اوسمهال د ټولنیزو شبکو په اړه څېړنه کوي.
زه فکر کوم تر ډېره حده پورې ځوانان د دوی ښکار کېږي او هغه ځوانان چې د پوهې کچه یې کمه وي، احساساتي وي او غولونه یې اسانه وي.مشتاق رحیم
دی وايي، پر فېسبوک او ټوېټر داسې ډېرې پاڼې، ګروپونه او پروفایلونه دي چې نامعلومه دي او همدا اکاونټونه ناسم، جعلي او درواغ معلومات خپروي:
"دغه څو کلونه، څو وارې ټوېټر هڅه وکړه، فېسبوک هڅه وکړه چې بعضې اکاونټونه چې نامعلومه دي، بند یې کړي. دا په دې معنا چې له دې استفاده شوې. همداسې که تاسې وګورئ له داعش سره چې [خلک] یو ځای شوي دي، هغوی یو تعداد خلکو سره چې بعضې څېړونکو خبرې کړې دي، هغو وايي چې د سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو په مرسته، دوی له دې سختدریځه ډلو سره په بحث کې ول او ورسره په اړیکه کې ول، د هغې په مرسته راغلل."
سختدریځي افغان ځوانان په نښه کوي
مشتاق رحیم وايي، د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم پر ټولنیزو رسنیو سختدریځه ډلې ځوانان په نښه کوي:
"زه فکر کوم تر ډېره حده پورې ځوانان د دوی ښکار کېږي او هغه ځوانان چې د پوهې کچه یې کمه وي، احساساتي وي او غولونه یې اسانه وي؛ خصوصاً دا جعلي مواد چې برابرېږي او چمتو کېږي، زه تاسې ته بېلګې ویلای شم چې په افغانستان کې دا پېښ شوي دي چې داسې انځورونه چې د نورو هېوادونو وي، هغه راخېستل شوي دي او په ټولنیزو رسنیو کې ښوول کېږي او دا ویل شوي چې دا هېلمند دی، دا مثلاً زابل دی. په داسې حال کې چې هغه د عربي نړۍ کوم هېواد وي یا په لاتیني امریکا کې د یوه هېواد انځور وي. بیا دا لاس په لاس کېږي او تر اغېز لاندې یې هغه ځوانان [راځي] چې فکرونه یې خام دي، معلومات پوره نه لري."
دا د ټولو کاروونکو ذمه واري ده چې که سختدریځه "پاڼې وګوري نو حکومت" او "فېسبوک یا ټوېټر" هم ورڅخه خبر کړي.اسامه خلجی
د رحیم په فکر، په جګړه ځپلو هېوادونو کې وګړي د بېلا بېلو رواني فشارونو ښکار وي نو ځکه هم د سختدریځه افکارو او ډلو پروپیګنډې ښکار کېږي:
"دغه جګړه ځپلو هېوادونو کې چې ځوانان اوسي، نو ذهني ناارامتیا او ذهني بېثباتي د دې لاملېږي چې ډېر ژر تر اغېز لاندې راشي. له دې لارې جلب و جذب اسانېږي او که جلب و جذب نه وي لږ تر لږه سختدریځه افکار وده مومي، چې دا خپله د دې لاملېږي چې په ټولنه کې بېثباتي پیدا شي."
د څارونکو ادارو تشه
د مشتاق رحیم په اند، هغه هېوادونه چې جګړې او ناکراریو ځپلي وي، هلته ادارې نه وي یا کمزورې وي نو ځکه هم د ټولنیزو شبکو انتظام سم نشي کېدای:
"اساسي ستونزه دا ده چې دا پس تر جنګه ممالک چې دي، هلته اکثر اوقات پر مطبوعاتو – که ټولنیزې وي او که نورې رسنۍ - څار لرونکې ادارې نه وي. او هلته، هغه قوتونه چې غواړي خپل اغېز وغځوي، ځان ته جلب و جذب وکړي، د خلکو افکار تر اغېز لاندې راولي، له دې [حالته] په ازاده توګه استفاده کوي. په عین حال کې د بې بندوبارۍ له کبله درواغ، ریښتیا خپرېدل، خصوصاً د جوړ شويو [معلوماتو]، جعلي موادو، ناسم موادو خپرول ډېر اسانه شي. له دې [حالته] سختدریځو ډېره استفاده کړې ده، هم په افغانستان کې او هم د نړۍ په نورو برخو کې."
څوک ملامت او حل یې څه دی؟
نو په دې ټول حالت کې او پر ځوانانو د سختدریځه او نورو ډلو اغېز مخنیوي ذمه واري د چا ده؟ ایا ټولنیزې شبکې او مالکان یې مسوول دي، که نه کورنۍ او حکومتونه؟
په اسلام اباد کې د ټولنیزو شبکو د چارو پوه اسامه خلجی وايي، په دې کې د ټولنیزو شبکو هېڅ قصور نشته. بلکې دا د ټولنې د خلکو او حکومتونو مسوولیت دی چې باید شبکې وڅاري او سختدریځه ډلې فېسبوک یا ټوېټر ته رپورټ کړي چې پاڼې یې وتړل شي:
"په دې کې موږ پر یو [کس] الزام نشو پورې کولای. د دې ختمول، د ټولو ذمه واري ده. که تاسې وګورئ، دا فېسبوک یا ټوېټر سایټونه چې دي، دا خو د هغوی غلطي نه ده. دا خو داسې [دلیل شو] لکه چې څوک ووايي چې پر ټېلېفانه چې چا غلطه خبره وکړه نو دا د ټېلېفون کمپنۍ غلطي ده. داسې خو نشي کېدای."
په دې شبکو کې هر ډول کارونه کېږي.یوټه کلاوسن
خلجی وايي، فېسبوک، ټوېټر او نورې ټولنیزې پاڼې "دا نشي کولای" چې څوک یې پاڼې کارول پیلوي نو وار له مخه یې پلټنه وکړي او بیا یې اکاونټ جوړولو ته پرېږدي.
دی وايي، دا د ټولو کاروونکو ذمه واري ده چې که سختدریځه "پاڼې وګوري نو حکومت" او "فېسبوک یا ټوېټر" هم ورڅخه خبر کړي.
د ټولنیزو شبکو پېچلتیا
د امریکا په برینډایز پوهنتون کې استاده او څېړونکې یوټه کلاوسن وايي، په تېرو څه د پاسه پېنځو کلونو کې د ټولنیزو شبکو نظام خورا بدل شوی دی.
د نوموړې په اند، فېسبوک او ټوېټر هم اقدامات کړي، له سره یې پاڼې تنظیم کړې دي خو د دې په خبره، انټرنېټي شبکې دومره پراخه او بدلې شوې دي چې ځوانان اوس یوازې د سختدریځه ډلو نه بلکې د یو شمېر جنايي کړیو له ګواښونو سره مخامخ دي:
"اوس یوازې ټوېټر یا داسې نورې پاڼې نه دي" چې سختدریځي ورڅخه ګټه پورته کوي او خلک له ځانه سره یو ځای کوي.
"په تېرو پېنځو کلونو کې موږ ولیدل چې ټولنیزې شبکې لکه فېسبوک او ټوېټر په بشپړه توګه له سره منظمې او بدلې شوې. دا شبکې اوس د کورنیو، د متوسط عمر لرونکو او زړو خلکو لپاره دي. ځوانان او ډېری سختدریځي اوس پر هغو ځایونو کې فعاله دي چې موږ ورته په اصطلاح کې 'خړ انټرنېټ' وایو. دا داسې شبکې دي چې پټې وي، معلومات پکې هېڅ ځای نه زخیره کېږي او څارل کېدای نشي. دلته په امریکا کې ریډېټ یو مهمه شبکه ده. خو تر ټولو مهم اپلیکېشن یا شبکه ټېلېګرام ده. او دلچسپه خبره دا ده چې دا ټولې شبکې د حکومت تر واک لاندې له رسنیو څخه د ځان ژغورلو او د مخنیوي په موخه جوړې شوې دي."
یوټه کلاوسن زیاتوي چې د ټولنیزو شبکو جال دومره پېچلی شوی دی چې د ټولنې او حکومتونو لپاره یې کنټرول ګران شوی دی:
"اوس دې نویو ټولنیزو شبکو د نه تنظیمېدونکو او خورا ازاده پلیټفارمونو په توګه د پخوانیو ټولنیزو شبکو ځای نیولی دی. اوس ځوانان په هغو ځایونو کې ورغونډېږي او فعاله دي. په دې شبکو کې هر ډول کارونه کېږي. دلته تاسې د ناقانونه نشه يي موادو اخېستو او خرڅلاو کار کولای شئ، دلته کرېپټو پیسې یا انټرنېټي پیسې لکه بېټکواین جوړېږي او خرڅېږي، دلته خلک د جنسي کاروبار لپاره ګومارل کېدای شي او د هر کار لپاره خلک جذبېدای شي. له دې علاوه، همدا شبکې د ساعت تېري یعنې تفرېح لپاره هم دي. نو موږ دا هر څه له یو بله نشو بېلولای ځکه چې پر دې شبکو هر څه په یو بل ورګډ شوي. نو ډېره ګرانه ده چې موږ یې د کنټرولولو لار ومومو یا څه چاره یې وکړو."
د بحث لنډیز
لوستونکو نن مو په ټولنیزې شبکې او سختدریځي خپرونه کې واورېدل چې د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم پر ټولنیزو شبکو درواغ خبرونه او جعلي معلومات خپرېږي چې هغه بیا نه یوازې تر لرې، لرې پورې رسېږي بلکې پر ځوانانو اغېز هم کوي.
د پوهانو په اند، په افغانستان کې هم سختدریځه ډلو پر ټولنیزو شبکو د پراخ فعالیت له لارې ځوانان په نښه کړي، پروپیګنډه کوي، ځوانان غولوي او له ځان سره د ملګري کولو هڅې کوي.
شنونکي وايي، پر ټولنیزو رسنیو او شبکو د څار نظام یوازې د حکومت نه بلکې د کاروونکو هم دی.
خو پوهان دا هم ګڼي چې په تېرو پېنځو کلونو کې ټولنیزې شبکې خورا بدلې شوې او اوسمهال دومره پېچلې دي چې کنټرول یې ګران شوی.
دا وه نننۍ خپرونه، راتلونکې اوونۍ به بیا درسره یو، په مخه مو ښه.