د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بر جنوبي وزیرستان کې په برید او نښته کې ۴ سرتېري وژل شوي، ۵ ژوبل دي


په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي په مخابره خبرې کوي، شا ته یې یو پوځي هېلېکاپټر د ښکته کېدو په حال کې دی - پخوانی انځور.
په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي په مخابره خبرې کوي، شا ته یې یو پوځي هېلېکاپټر د ښکته کېدو په حال کې دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په بر جنوبي وزیرستان کې په وسلوال برید او نښته کې څلور پوځيان وژل شوي دي.

یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د نومبر شپږمې پر سهار په لدا کې له پوځي پوستې سره نېږدې حمله وکړه چې ورسره د سرتېرو او وسلوالو ترمینځ نښته پیل شوه چې پکې پینځه سرتېري ژوبل هم شول.

ده په ډزو کې وسلوالو ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه څه و نه ویل خو زیاته یې کړه چې پوځیانو په سیمه کې د وسلوالو د لټون عملیات پیل کړي دي.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا پېښه پر داسې مهال شوې چې له تېرې میاشتې راهیسې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو یوشمېر حملې شوې دي.

د نومبر پر پینځمه په ډېره اسماعیل خان کې د پوځ پر قافله په حمله کې یو سرتېری ووژل او څلور ژوبل شول.

د سيمې خلکو د ناامنیو پرضد جرګې او مظاهرې کړې دي. خو حکومت وايي چې د ناامنیو ختمولو ته ژمن دی او د وسلوالو ضد يې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان پوځ وخت په وخت د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د هدفي عملیاتو پر مهال د وسلوالو د وژنې دعوې هم کوي.

د نومبر پر پینځمه په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي ادارې چارواکو په میرلي کې د امنیتي ځواکونو په ډرون بريد کې د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

یو استخباراتي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې غړي دي خو یو بل استخباراتي چارواکي بيا ويلي چې وژل شوي وسلوال د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې غړي دي. خو دواړو وسلوالو ډلو د دې خبر تر خپرېدو پورې د هغوی د دعوو په اړه څه نه ول ويلي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG