د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان خلک "ارزان بازارونه" غواړي


د جنوبي وزیرستان د واڼه بازار یو پخوانی انځور.
د جنوبي وزیرستان د واڼه بازار یو پخوانی انځور.

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه کړې ده چې د روژې په میاشت کې دې ورته ارزان بازارونه او په رعایتي بیو د شیانو خرڅولو سرکاري دوکانونه (یوټېلېټي سټورونه) جوړ کړي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، ناامنۍ یې روزګار سخت اغېزمن کړی نو ځکه دې حکومت ورته په رعایتي نرخونو خوراکي توکي ورکړي.

د سیمې یو اوسېدونکي شان وزیر د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت او ضلعي انتظامیه دې هلته د خوراکي توکو نرخونه وڅاري. "زه بازار ته تللی وم ، د خوراکی شیانو بیې له اسمان سره خبرې کوي. باید حکومت او ضلعي انتظامیه هلته د ولس لپاره رمضان پیکېجونه اعلان کړي، او ارزان بازارونه دې ولګوي. زموږ په سیمه کې ډېر غربت دی او خلک د خوراکي شیانو د اخیستو توان نه لري."

بلخوا د سیمې یو انتظامي مشر (ایډېشنل ډېپټي کمشنر) نېک محمد مشال راډیو ته وویل ارزان بازارونه لګول د صوبایي حکومت ذمه واري ده خو په سیمه کې د خوراکي توکیو د بیو کنټرولولو لپاره یې ډلې جوړ کړې دي.

د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونه اکثر په روژه کې په لویو ښارونو کې ارزان بازارونه پرانیزي. له دې پرته په بېلابېلو ښارونو کې یوټېلېټي سټورونه هم شته چې په رعایتي نرخونو پکې شیان خرڅېږي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG