په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پېټرولییم چارو وزارت وايي، د روانې اونۍ تر پایه به په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان د استخراج چاري پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په هغه کان کې د مسو (تانبې) د استخراج عمل له څه باندې یوې لسیزې راهیسې ځنډېدلی وو.
د طالبانو د کانونو او پېټرولییم چارو د وزارت ویاند همایون افغان د جولای پر ۲۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) ولیکل چې دا چارې به د اېم جې اې اېم په چینايي شرکت پیل کړي.
دی وايي، هغه قراردادي شرکت مکلف دی چې د ۲۰۰۸ز کال کې د ژمنو پر بنسټ دې د روانې اونۍ تر پایه کار پیل کړي.
د عینک د مسو کان د نړۍ پر کچ له تر ټولو لویو کانونو څخه یو دی.
افغان زیاتوي چې په کان کې د عملي کار له پیلېدو سره به ۳،۰۰۰ افغانانو ته په مستقیم ډول او ۱۰،۰۰۰۰ نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
تر دې مخکې، د جولای پر ۱۷مه د طالبانو د حکومت د کانونو او پېټرولییم چارو وزارت په بیان کې ویلي ول چې د وزارت سرپرست هدایت الله بدري د چینايي شرکت له مشر سونګ وېنبېنګ سره د عینک د مسو پر کان خبرې کړې دي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت په ۲۰۰۸ز کال کې له اېم جې اې اېم سره د عینک له کانه د مسو د ایستلو په اړه قرارداد لاسلیک کړ او ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې عملي چارې پیل شي خو داسې و نه شول.
په هم هغه وخت کې په عینک سیمه کې د بودایانو د وخت د لرغونو اثارو موجودګۍ له وجې پر نړیوال کچ اندېښنې زیاتې شوې او پر افغان حکومت ټینګار کاوه چې د اثارو حفاظت باوري کړي. د دې له وجې هم په کان کې عملي چارې تر کلونو پورې وځنډېدې.