د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټام وېسټ او رينا اميري د امریکا په استازیتوب د دوحې په غونډه کې ګډون کوي


د امريکا استازي ټام وېسټ او رينا اميري د نجونو د زدکړو له فعالې ملالۍ يوسفزۍ سره په واشنګټن کې ـ انځور له ارشيفه
د امريکا استازي ټام وېسټ او رينا اميري د نجونو د زدکړو له فعالې ملالۍ يوسفزۍ سره په واشنګټن کې ـ انځور له ارشيفه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تاييد کړې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه په کېدونکې غونډه کې به یې استازي ټام وېسټ او رينا اميري ګډون کوي.

وېسټ د افغانستان د سولې او رينا اميري د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امريکاد بهرنيو چارو وزارت ځانګړې استازې ده.

د وزارت وياند مېتيو مېلر د جون پر ۲۶مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وويل چې هغه استازي یې تر هغې وروسته په غونډه کې ګډون کوي چې د خبرو پر محتوا "ډاډه شول" او تاييد شوه چې د ښځو په ګډون به له مدني ټولنو سره "مفهوم لرونکی بحث" کېږي.

تر دې وړاندې رینا امیري ويلي ول، تر هغو چې د بشري حقونو موضوع د افغانستان په اړه د راتلونکو غونډو اجنډا و نه ګرځي، شخړې پای ته نه رسېږي.

امیري د جون پر ۲۶مه پر اېکس پاڼه ليکلي ول چې د افغانستان د اوسني رژیم په ګډون په تېرو ۵۰ کلونو کې بې شمېره افغانان له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

طالبانو هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جون پر ۳۰مه پيلېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون اعلان کړی دی. ملګرو ملتونو ويلي چې په مرکزي غونډه کې به ښځې نه وي البته د څنډې په بحثونو کې به افغانانې موجودې وي.

خو د سولې نوبېل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د ملګرو ملتونو پر دې طریقه کار نيوکه کړې ده. هغې د جون پر ۲۶مه پر اېکس پاڼه په بيان کې ويلي چې د ملګرو ملتونو له مشر انتونيو ګوتېرش سره يې په دې اړه په خبرو کې اندېښنه ښوولې چې غونډې ته طالبان ورغوښتل شوي خو افغان ښځې نه.

یوسفزۍ زیاته کړې ده چې دا د منلو وړ نه ده چې ملګري ملتونه دې داسې يوه غونډه د افغان ښځو له مرکزي شموليته پرته وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د دوحې غونډې هدف له افغانستان سره په لا همغږۍ او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شته چیلېنجونو د هواري او د یوې حللارې د موندلو لپاره، چې پکې د یوه ځانګړي استازي ټاکل هم د بحثونو یوه برخه جوړوي، دوه ځلې په دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ترسره کړې دي.

لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳ز کال په مې کې جوړه شوې وه او دویمه هغه يې د روان ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې وشوه چې طالبانو پکې ګډون نه وو کړی.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته سختدريځي امرونه عملي کړي چې پکې پر ښځو د کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیزونه شامل دي.

ملګرو ملتونو ويلي چې په هغه غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو، د ترهګرۍ ضد چارو او نشه يي توکو د مخنيوي په اړه هم خبرې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG